کور / اسلامي / ملا، انجینر، ډاکټر، معلم او ځینې نور…..

ملا، انجینر، ډاکټر، معلم او ځینې نور…..

یو څو ورځې مخکې مې یوه مقاله ولوسته، چې پر ملا او مولانا لیکل شوې وه. عجیبه کلمه خو داوه چې دا مقاله یو داسې کس لیکلې وه چې دیني علم یې هیڅ نه زده او له علماوو، طالبانو او دیني طبقې سره یې ښکاره جګړه پیل کړې. خو بیا هم هغه دا جرئت کړی او پخپله مقاله کې یې ډیر داسې شیان لیکلي چې لیکلو ته یې اړتیا نه وه.

که فرض کړو چې ملا کلمه یا مولانا کلمه د عربي کلمات ندي او دا عجمي کلمات دي، نو څوک به دا کلمات نه کاروي او شرعي ممانعت یې کوم ځای دی او په کوم نص یا حدیث دا کلمات نشو کارولی. بله خبره داده که موږ ډاکټر انجینر یا نور کلمات کاروو – نو دا انجینر کلمه چې موږ ټول پوهیږو دا د کومې ژبې کلمه ده خو دا یو هندو، مسلمان، سک، عیسوي، یهودي، او هر څوک چې انجینري مسلک ولولي هغه ته دا ټکۍ کارول کیږي، خو ملا که د هرې ژبې لغت وي نو دا لغت کافر هندو مشرک عیسوي او ملحد ته نشي کارول کېدای او دا لغت ځانګړی شویدی علماوو او دیني طبقې ته، همداسې که د ډاکټر کلمه هم در واخلو داهم لکه د انجینر د کلمې پشان ده او ورته مثال لري. معلم چې یو عربي لغت دی خو دا لغت په احادیثو کې راغلی او خپله حضور صلی الله علیه وسلم خپل ځان لپاره کارولی چې انما بعثت معلما وانما…. نو معلم شریعت کې هغه کس ته ویل کیږي چې د الله حکم د هغه مخلوق ته بیانوي بیا دا لغت ځانګړی شوی اسلامي علومو ښودلو ته، ماته به څوک داسې مثال وړاندې نکړي چې د حضور ص او د صحابوو په وخت کې دا لغت بل چاته یا د بل علم څښتن ته کارول شوی وي بغیر د دیني علومو ښوونکو څخه خو نن سبا د کیمیا فزیک بیالوژي، هندسه او ټولو علومو ښوونکو ته معلم لغت کارول کیږي . نو بیا له ټولو څخه خو دا ناقد صاحب ملامت دی چې ولې یو اسلامي لغت نورو اړخو او برخو کې کارول کیږي او خپله هم د معلم او استادي دعوه کوي خو خیر د هغه خیال ندی چې داسې څوک به هم پیداشي چې زما د لیکنې نیمګړتیا به ومومي او ما به هغه اصل مسیر ته متوجه کړي چې هغه زما د مسلک مطابق ده او له هغه څخه به راته د منع توصیه کړي، چې کوم علم او کوم مسلک ستا نه وي او ته پرې حاکم نه وې پر هغه لیکنه کول او پر علماوو نقد کول دا ستا لپاره د هلاکت او ورکېدا پیلامه ده. امید لرم چې څوک د اسلامي مقدساتو او اسلامي کلماتو سپکاوی ونکړي او تل د علماوو په مشوره لیکنې وکړي نه له خپلې خیټې او پردیو په اشاره.

د ملا او مولانا په لفظ یو تحقیق:

اصل حقیقت دادی چې لغظ د مولی په ډیرو معنی ګانو سره مشترک دی او په هغوی ټولو معنی ګانو سره په کثرت سره راځي، په قواهد الفقه کې المولی: المالک، العبد المُعتِق المُعتَق، القریب، الناصر، الصاحب وغیر ذلک من المعاني الخ ص:۵۱۵، او دارنګه د لفظ مشرتک اطلاق لکه څنګه چې د الله سبحانه وتعالی پر مقدس ذات باندې کیږي، دارنګه د تعظیمي لقبونو له مخې دا نوم پر انسانانو اصطلاحاً صحیح دی،

د فقهې په کتابونو او فتاوای کې بلکه په حدیث او شروح د حدیثو کې او هم د الله تعالی له کلام څخه هم داسې ثابت دي. نو له دیني علومو څخه فاضل بلکه له هغو علومو سره تعلق لرونکي خلکو ته تعظیماً مولانا یا ملا لقب سره نومول پدې اصطلاح سره هیڅ ډول اشکال نه واردیږي.
والله تعالیٰ اعلم

برښنالیک پته: noor_surkhab@yahoo.com
اړیکشمېره: ۰۷۷۶۷۱۹۹۷۱