کور / تازه خبرونه / په خاکرېز ولسوالۍ کي لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خاکرېز ولسوالۍ کي لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار ځايي چارواکي وايي، چي د خاکريز ولسوالۍ په یو شمېر سيمو کي د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دې عملیاتو کي یو ملکي وګړی هم ټپی سوی، خو په سمدستي توګه روغتون ته د درملني لپاره استول سوی.

دغه عمليات تېره شپه د خاکريز ولسوالۍ په لخشکان کلي کي د افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره سوي دي.

د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک وايي، چي وسله وال مخالفين په یاد کلي کي پټ سوي وه او غوښتل يې پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريد وکړي.

هغه زياته کړه، چي افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د عملياتو پر مهال اووه تنه ووژل او درې نور يې ژوبل کړل.

بلخوا په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ په يوې خبرپاڼي کي په ژيړۍ ولسوالي کي د يوه ماين ښخونکي د وژل کېدو خبر ورکړ.

سرچينه وايي، چي هلته يې شاوخوا اته کړۍ نور ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.

ددې ترڅنګ د کندهار ښار په پنځمه امنيتي حوزه کي وسله والو بريد کوونکي د فدا محمد په نوم يو ملکي وګړی وژلی دی.

وسله والو مخالفينو بيا رسنيو ته په ليږلي پیغام کي وژل سوی کس د افغان استخباراتو کارکوونکي یاد کړی.

ددې ډلې وياند قاري یوسف احمدي د خاکريز ولسوالۍ په شپنيو عمليات کي وژل سوي کسان ملکي وګړي ياد دي.