کور / تازه خبرونه / د کاندیدانو تر منځ اختلاف د اجرایوي رییس پر واکونو دئ

د کاندیدانو تر منځ اختلاف د اجرایوي رییس پر واکونو دئ

“د کاندیدانو تر منځ اختلاف د اجرایوي رییس پر واکونو دی”

کابل چاپ ورځپاڼو نن د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ تر ډيره د انتخاباتو پر روان بهیر او له امله یې د اوښتو اقتصادي ستونزو په اړه لیکني او تبصرې کړي دي.

سرنوشت:

د سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی؛ “د کاندیدانو تر منځ اختلاف د اجرایوي رییس پر واکونو دی”.

ورځپاڼه په مطلب کې لیکي، د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو تر منځ د اجرایوي مشر د پوست د واکونو پر سر څو ځلې خبرې بې پایلي ختمي شوي.

ورځپاڼه په دغه مطلب کې د تحول او تداوم د ټیم په حواله لیکي؛ چې د دواړو لورو تر منځ د اختلاف تر ټولو لوی ټکی د عبدالله دا وړاندیز دی؛ چې د اجرایوي شورا مشر به د کابینې مشر هم وي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب لیکلی؛ چې په کې راغلي، د اجرایوي مشر د واکونو پر سر د اختلاف د حل لپاره یوه ګډه کمیټه جوړیږي.

ورځپاڼه زیاتوي، دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تیره اونۍ پر همدې موضوع څو ځله خپلو کې خبرې کړي دي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې، د ډاکټر عبدالله دا وړاندیز چې د اجرایوي شورا مشر دې د کابینې مشر هم وي؛ د ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا رد شوی دی.

ورځپاڼه د ډاکټر عبدالله د وړاندیز په اړه دغه راز د مقابل لورې د یوه استازې طاهر زهیر څرګندونې نقلوي چې؛ دغه وړاندیز یې د اساسي قانون او هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې په حضور کې د شوي موافقې خلاف بللی دی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپل یو بل مطلب کې د انتخاباتي ناندریو له امله په هیواد کې اوښتو اقتصادي زیانونو ته اشاره کوي.

ورځپاڼه لیکي چې، انتخاباتي لانجې د نفتي توکو پر سوداګرۍ باندې هم منفي اغیز کړی.

ورځپاڼه زیاتوي چې، د هیواد د شمال زون د نفتي توکو سوداګر وایي؛ چې د انتخاباتو اړوند سیاسي ناندریو او د دولت ناسم چلند په هېواد کې د نفتي توکو سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي دي.

په مطلب کې د بلخ د سوداګرۍ خونې د مسوول “آرش یونسي” په حواله لیکل شوي؛ چې د انتخاباتي ستونزو تر څنګ پر دولت هم انتقاد کوي چې؛ په خبره یې په هیواد کې یې په خامو او نیمه خامو نفتي توکو د څو تنو تش په نامه سوداګرو په مشوره بندیز و لګاوه.

ورځپاڼې په خپل دغه مطلب کې د غضنفر ګروپ سوداګریزې کمپنۍ د یوه مسوول خبرې هم راخیستي؛ چې وایي، د انتخاباتو روانې ناندرۍ باید پای ومومي او دولت د سوداګریزو چارو اړوند د هر چا مشورو ته مثبت ځواب ورنه کړي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د اقتصاد وزیر په حواله لیکي چې؛ وایي، افغانستان به تر راتلونکو لسو کلونو پورې له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودریږي.

په مطلب کې لیکل شوي چې؛ د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي؛ دوی د اقتصادي ودې لپاره یو پنځه کلن پروګرام لري چې؛ که په خبره یې عملي شي، نو افغانستان به په لسو کلونو کې له اقتصادي اړخه خود کفا وي.

په مطلب کې دغه راز د ښاغلي ارغندیوال په حواله ویل شوي؛ چې وایي، اقتصادي خودکفایۍ ته د رسیدو لپاره اقتصادي جهاد ته اړتیا ده چې؛ په وینا یې له مخې یې یو شمیر موانع باید د اقتصادي ودې له مخې لرې شي.