کور / اسلامي / سل سنت نبوی صلی الله علیه وسلم

سل سنت نبوی صلی الله علیه وسلم

۱ دخوب څخه چه راپورته سی مسواک وهل سنت دی (مسند احمد ابوداود ص :۸)
۲ په اودسه کی مسواک وهل سنت دی (مسند احمد ابوداود ص :۲۵ ،ج:۱)
۳ لوښی ته دلاس دداخلولومخکښی باید په ښه توګه دری واره پریمنځل سی ( ترمذی ،ج:۱ ص ۱۲)
۴ وبیت الخلا ته دورتګ مخکی پرګوتمیٔ یابل شی باندی دقران شریف آیت او یا دحضور صلی الله علیه وسلم نوم مبارک لیکلی وی اومعلومیږی نوهغه باید دباندی وایستل سی دفراغت وروسته چه دباندی راسی بیادی واغوندی (نسایٔی)
۵ وکور څخه دوتلو پهوخت (مسجد ته وی اوکه بلی خواته) دادعا کول بسم الله توکلت علی الله ولا حول ولاقوة الا باالله (ابو داود ترمذی ابن ماجه)
۶ دقضاء حاجت پروخت نه باید قبلی شریفی ته مخ سی نه باید شا وروګرځول سی (مشکوة ترمذی ابن جامه)
۷ دسنت مطابق اودس په کور کی کول پکار دی
۸ سنت (دلمانځه) باید په کور کی وسی اوکه موقع نه وی نوپه مسجد کی دی وسی (کمالات اشرفیه ص:۱۵۶)
۹ په ښه اطمینان سره تلل منډه نه وهل دافقط دمسجد دپاره دی (ابن جامه)
۱۰ دعتکاف نیت کول سنت دی (شامی ج ۲ ص:۲۴۲)
۱۱ رسته پښه مسجد ته داخلول سنت دی (بخاری کتاب الصلوة ص:۶۱)
۱۲ چپه پښه د مسجد څخه راایستل سنت دی (بخاری کتاب الصلوة ص:۶۱)
۱۳ داوداسه نیت کول سنت دی مثال په توګه زه دلمانځه دمباح کیدو دپاره اودس کوم (نسایٌی باب النیة فی الوضوء ص:۱۲)
۱۴ په ولاړه کښی دسجدی ځای ته کتل سنت دی
۱۵ په رکوع کښی پښو ته کتل سنت دی
۱۶ په سجده کی پزی ته کتل سنت دی
۱۷ په ناسته کی سینی ته کتل سنت دی
۱۸ دسلام ګرځولو په وخت کی اوږی ته کتل سنت دی
۱۹ د ډوډی پر وخت دستر خان غوړول سنت دی (بخاری)
۲۰ د خوراک دپاره دواړه لاسونه تر بندو پوری پریمنځل سنت دی (ترمذی)
۲۱ دخوراک په شروع کی په لوړ آواز سره بسم الله ویل سنت دی (بخاری مسلم شامی ج:۵)
۲۲ په راسته لاس خوراک کول سنت دی (بخاری ومسلم)
۲۳ دخوراک په مجلس کی په هغه سړی ډوډی شروع کول چه ترټولو مشروی (مسلم عن حذیف ج:۲ ص:۱۷۱)
۲۴ که خواړه یو ډول وی نو دخپلی خواڅخه خوړل سنت دی (بخار و مسلم)
۲۵ په څنګ وهلو سره نه خوړل سنت دی (بخاری و ابوداود)
۲۶ پر خوړو باندی عیب نه لګول سنت دی (بخاری و مسلم)
۲۷ تر خوراک وروسته دعا کول سنت ده الحمدلله الذی اطعمنا وسقانا وجعلنا من المسلمین (ترجمه: ټول تعریفونه الله لره دی چاچه موږته خوراک اوچښاک راکړی اومسلمانان کړی یٌی یو) (ترمذی ابوداود ابن ماجه)
۲۸ مخکی دستر خوان پورته کول بیا خپله ولاړیدل سنت دی (ابن جامه)
۲۹ ترخوراک وروسته لاسونه پریمنځل سنت دی (ترمذی و ابوداود)
۳۰ په خوله اوبه لغړول سنت دی (بخاری)
۳۱ کله چی دیو چا دعوت (ډوډی) وخوری نو دکور خاوند ته دی دا دعا وکړی (اللهم اطعم من اطعمنی واسق من سقانی ) ترجمه: ای الله چاچه ماته خواړه راکړه هغه ته یٌی ته ورکړی چاچه ماته اوبه راکړی هغه ته اوبه ورکړی (مسلم)
۳۲ سرکه خوړل سنت دی په کوم کور کی چه سرکه وی هغه کور دکتغ یعنی سالن محتاجه نه بلل کیږی (ابن ماجه)
۳۳ غوښه خوړل سنت دی درسول صلی الله علیه وسلم فرمان دی چه ددنیا او آخرت دخوړو سردارغوښه ده(جامع صغیر ج:۲ ص:۳۴)
۳۴ دمړی دکورنی افراد میلمانه کول سنت دی (ابن ماجه)
۳۵ په بسم الله سره اوبه چښل اودچښلو څخه وروسته الحمدالله ویل سنت دی (ترمذی)
۳۶ په درو ساه اوبه چښل اودساه کښلو په وخت دلوښی څخه خوله لیری کول سنت دی (ابوداود)
۳۷ دلوښی دماتی څنډی څخه اوبه نه چښل سنت دی (مسلم ترمذی)
۳۸ تراوبو چښلو وروسته که نوروته اوبه ورکول غواړی نو اول به یٌی دراسته لاس وخلګوته ورکړی اوبیا په همدی ترتیب سره باید دوره ختمه سی په دغه شکل باید چای او شربت وړاندی سی (بخاری و مسلم)
۳۹ دساقی / (ګرځونکی) دپاره په آخیر کی چښل سنت دی (ترمذی)
۴۰ حضور صلی الله علیه وسلم سپینه جامه خوښول (ترمذی ابن ماجه)
۴۱ که کالی اغوندی اول راسته لاس راسته پښه همداسی کورتی صدری اول راسته لاس بیا چپه لاس په اغونده (ترمذی ابن ماجه)
۴۲ که کالی کاږی اول دی چپه لاس چپه پښه همداسی که کورتی یا صدری کاږی اول چپه لاس وکاږی دغه رنګه دی اول راسته څپلی په پښه واغوندی اوبیا دی چپه څپله په پښه کړی اودڅپلیو دکښلو پروخت دی اول دچپی څپلی څخه دی پښه وکاږی اوبیادی دراستی څپلی څخه خپله پښه وکاږی (بخاری و مسلم ابوداود)
۴۳ دناروغی په وخت کی دارو او درمل کول سنت دی دارو ودرمل دی کوی ولی دناروغی په شفا کی دی نظر پر الله تعلی ساتی (بخاری کتاب الطب)
۴۴ دعلاج پروخت دنقصان رسونکی شیانو څخه پرهیز کول پکار دی
۴۵ د خپل مریض ورور دعیادت (پوښتنی) دپاره تلل سنت دی (بخاری)
۴۶ د پوښتنی څخه وروسته ژرولاړیدل سنت دی داسی نه چه ستاسی دزیاتی ناستی په وجه ناروغ تنګ سی او یا داچه دکور والاو په کار کی خلل راسی
۴۷ مریض ته هر ډول تسلی ورکول سنت ده مثلا داورته ووایٌی چه انشاءالله تعلی ته به ږر جوړسی الله تعلی دلوی قدرت مالک دی دبیری اویاخوف خبره باید ناروغه ته ونسی (مشکوة ص:۱۳۷)
۴۸ تر څو پوری چه امکان وی په سفر کی دی کم تر کمه دوه نفره وی یوازی دی سفر نه کوی دضرورت اومجبوری په صورت کی پروانه لری چه سړی تنها سفر وکړی (فتع الباری ج:۶،ص:۵۳)
۴۹ سورلی ته دختلو دپاره چه پررکاب (ځینه )پښه ایږدی نو بسم الله ویل سنت ده (ترمذی)
۵۰ کله چه پرسورلی باندی په اطمینان سره کښینی نو دری واره الله اکبر ویل او بیا دادعا کول سنت دی
ددعا ترجمه: پاک دی هغه ذات چه داسورلی یٌی زموږ تابع کړیده او داموږ نسوقابو کولای او شک نسته چه موږ خپل رب ته تلونکی یو
۵۱ که چیری په سفرکی دقیام کولو ضرورت سی نو سنت دادی چه دلاری څخه چپ قیام وکی په لار کښی ځان وانه چه وی چه دتلو نکو لارونیسی اویا هغوی ته تکلیف کوی (مسلم ج:۲ص:۱۴۴)
۵۲ په سفر کی چه کله سورلی لوړی ته خیژی نو الله اکبر دی ووایٌی (بخاری ص:۴۲)
۵۳ کله چی سورلی دلوړی څخه پرکښته ورسی نو سبحان الله دی وایٌی (بخاری)
۵۴ درسول صلی الله علیه وسلم ارشادمبارک دی کله چه سفر پوره سی نوخپل کورته دی راسی بیله ضرورته په سفر کی پاته کیدل ښه نه دی (بخاری ص:۴۲۱)
۵۵ داوږده سفر دزیاتو ورځو څخه وروسته که چیری دشپی تیروخت کورته رانژدی سی نو کورته دی نه ورځی بلکه ښه داده چه سهارکورته ورسی (مشکوة ص:۳۹۹)
۵۶ هو که کور والا ستا په راتګ خبروی اوهغوی ستا انتظارکوی نوهم هغه وخت (دشپی) کورته دورتک څخه څه ممانعت نسته (مرقات ج:۷وص:۳۳۸)
۵۷ دسفر څخه راستنیدونکو دپاره سنت دادی چه کودته دداخلیدو مخکی مسجدته ورسی او دوه رکعته لمونځ وکی (مشکوة)
۵۸ کله چه دسفر څخه واپس راسی نو دادعا دی ووایٌی ترجمه : موږ راستنیدونکی یو توبه کونکی یو الله تعلی بندګی کونکی یو دخپل ری حمد ویونکی یو
۵۹ تر لنګوټی (بګړی) لاندی خولی پر سر کول سنت ده (مراقات ج:۸،ص:۲۵)
۶۰ توره لنګوټه (بګړی)تړل سنت ده (نسایٌی)
۶۱ خولی پر سر کول هم سنت ده (مرقات ج:۸،ص:۲۴۶)
۶۲ شمله ایله کول هم سنت ده (نسایٌی)
۶۳ مسنون (برکت والا) نکاح هغه ده چه ساده وی زیات هنګامی اوتکلیفونه پکښی نه وی اودتجهیز (کور) پرسامان باندی جنجال پکښی نه وی (مشکوة)
۶۴ دنکاح دپاره دنیک او صالح فرد تلاش کول او کوزده (مرکه) یاپیغام ورلیږل مسنون دی (مشکوة ج:۶،ص:۲۶۷)
۶۵ دجمعی په ورځ په مسجد کی اودشوال په میاشت کی نکاح کول پسندیده او مسنون ده (مرقات ج:۶،ص:۲۱۷،۲۱۰)
۶۶ ولیمه دواده ترتیریدووروسته دی خپلودوستانو متعلیقینو مساکینو ته دولیمه (دواده) ډوډی ورکول دخپل توان په اندازه سنت ده (بخاری ج:۲،ص:۷۷۸)
۶۷ کله چه ماشوم پیداسی نو نو دهغه په راسته غوږ کی آذان کول سنت دی اوپه چپه غوږ کی دتکبیر (ایقامت) ویل سنت دی (ترمذی ابو اب الاضاحی کی ج:اعلیکم بسنتی ابوداود ص:۳۴)
۶۸ کله چه ماشوم داوو(۷) ورځوسی نو دهغه نوم اښول سنت دی(ابوداود)
۶۹ اوومه ورځ عقیقه کول (سرخریول) اوکه اوومه ورځ عقیقه ونګړی سی نو څورلسمه ورځ دی یٌی وګړی که نه نو یوشتمه ورځ دی وکړی (ابوداود)
۷۰ کله چه ماشوم داوو(۷) کالو سی نو په هغه لمونځ او ددین نوری خبری زده کول سنت دی
۷۱ کله چه ماشوم دلسو کالو سی لمونځ په زده کړی وی او دضرورت پروخت سزا ورکول ترڅو چه دلمانځه سره عادت سی (مشکواة ص:۵۸)
۷۲ خبر تیا: نن سبا په نازولو سره ماشومان خرابیږی او پدی سره ځانته تسلی ورکوی چه غټ سی صحیح کیږی یادیٌی وساتی که چیری دیو تعمیر بنیاد کوږ سی نو پر هغه باندی جوړیدونکی عمارت به هم کږیږی لهذا دابتدا څخه اولاد په نیکو اخلاقو سره مزین او ښایسته کړی او داسی تربیه ورکول پکار ده چه سالم انسان ځنی جوړسی که نه بیابه ارمان کویٌ
۷۳ دمړی په پټولو کی تلوار کول سنت دی (سنن ابوداود)
۷۴ په اوداسه بیدیدل سنت دی (ابوداود)
۷۵ کله چه بسترته راسی نو بستر دی دټو کر دپلو په څوکه دری واره صاف کړی (بخاری،مسلم،ابوداود،برمذی،ابن ماجه)
۷۶ دخوب په وخت کی پرراسته بغل بیددیل مخامخ وقبلی شرفی ته سنت دی (شمایل ترمذی ابوداود ج:۲ص:۳۳۲)
۷۷ پړ مخی پریوتل داسی چه سینه یٌی دمځکی لورته وی اوشایٌی دآسمان لورته وی منع دی (ترمذی ج:۲ص:۱۰۵ ابوداود ج:۱ص:۳۳)
۷۸ نکاح مشهوره کول سنت دی (مشکوةج:۲ص:۲۷۲)
۷۹ دتوان موافق مهر مقرره ول سنت دی (مشکوةج:۲ص:۲۷۷)
۸۰ دمسلمان دپاره سلام کول ‌ډیر لوی سنت دی حضور صلی الله علیه وسلم یٌی زیات تاکید کړی دی ددی څخه خپلو کی محبت زیاتیږی هر مسلمان ته سلام کول پکار دی که یٌی پیژنی یایٌی نه پیژنی ولی چه دا اسلام حق دی دیو چاپه شناخت پوری موقف نه دی (بخاری)
۸۱ دبخاری اومسلم حدیث چه رسوالله صلی الله علیه وسلم دماشومانو تر څنګ تیر سو اوهغوی ته یٌی سلام وکړی نوپدی خاطر ماشومانو ته سلام کول سنت دی (مسلم ج:۲ص:۲۱۴)
۸۲ دسلام کولو طریقه داده چه په ژبه سره (اسلام علیکم) ووایٌی په لاس سراو یا ګوتی په اشاره کولو سره سلام کول او یا دهغه جواب ورکول دسنت خلاف دی که چیری لیری وی نو دی په ژبه اولاس دواړو سره سلام وکړی (مشکوةج:۲ص:۳۹۹ بحواله ترمذی)
۸۳ که دیو مسلمان ورور سره ملاقات وی نو دسلام وروسته مصافحه یعنی روغبړ کول سنت دی ښځه دښځی سره مصافحه کولای سی (مشکوة ج:۲ص:۴۰۱)
۸۴ که یو مجلس ته ورسی نو چیری چه ځای دررسیږی هم هلته کښینی نور ولاړول اوخپله کښینستل دګناه خبره ده او مکروه دی (بخاری ومسلم)
۸۵ که یو څوک ستا دلیدو دپاره راسی نو ته باید دخپل ځای څخه لږ وښوری که څه په مجلس کی ګنجایش وی داهم سنت دی اوپه دی کښی دراتلوکی سړی دپاره هم اکرام دی (زادالطالبین بحواله بیهقی)
۸۶ که یو ځای دری نفره وی نو یو پریښودل اوددووٌ تر مخ سر
ګوشی (پټی خبری)کول منع دی په دی وجه چه ددریم زړه دشبهاتو په وجه رنجیده کیږی یعنی پریشانه کیږی او مسلمان ورور ته تکلیف ور کول لویه ګناه ده (مسلم ج:۲ص:۲۱۹)
۸۷ که د یو چاکورته ورځی نو لومړی باید دهغه څخه اجازت واخستل سی او بیا سړی داخل سی (مشکوة ص:۴۰۱)
۸۸ که دیو چاښه نوم واوری نو هغه دخپل مقصد دپاره نیک فال سنت دی اوپه هغه سره خوشحالیدل هم سنت دی
۸۹ دبد فالی ممانعت دی مثلا په لارکی یوسړی ونوږل(وپریچل) نو دهغه څخه داسی فهمول چه کارنه کیږی یا کارګه کاغ وکی یایٌی بیزوولیدله یایٌی بم (کوکو میاو) آوازوکی اوداسی نور نوددی شیانو څخه دآفت دراتک ګمان کول سخته نادانی ده اوبلکل بی بنیاده غلطه او دګمراهی عقیده ده همدارازیو څوک منحوس بلل اویایوه ورځ منحوسه بلل ډیره بده خبره ده (مرقات ج:۹ص:۲،۴)
۹۰ چاچه درسول الله صلی الله علیه وسلم فرمان ومنی هغه دالله تعلی فرمان ومنی (پ ۵،ع ۸)
۹۱ هغه څوک زموږ څخه نه دی (زموږدجماعت څخه وتلی دی) څوک چه زموږ پر کشرانو رحم نه کوی زموږ دمشرانو عزت نه کوی اودنیک کار کولو نصیحت نه کوی او دبد کار څخه منع نه کوی (ترمذی شریف)
۹۲ هغه نفر ملعون دی څوک چه خپل مسلمان ورورته مالی اویا دهوکه ورکی (ترمذی)
۹۳ حضور صلی الله علیه وسلم کله چه به یٌی دیوچاسره لیدل نو مخکی به حضور صلی الله علیه وسلم ورته سلام کاوه (خصایل شرح شمایل ص:۱۲)
۹۴ حضور صلی الله علیه وسلم چه به کله یوشی ته تربغل کتل نو ټول مخ به یٌی ورواړاوه دمتکبر ینو په شان یٌی دستر ګوتر بیخونه ورته کتل (خصایل شرح شمایل ص:۹)
۹۵ نظر به یٌی کښته ساتی دډیری حیاپه وجه به یٌی په ډکوسترګو چاته نه کتل (خصایل ص:۱۲)
۹۶ سختی به یٌی نه کوله نرمی به یٌی خوښوله علیه السلام ډیرزیات نرم مزاجه حلیم الطبع اورحم دل وٌ (مشکوة ص:۵۱۲ بهشتی زیور حصه ۸ ص:۵،۴)
۹۷ په ټولو کښی به ګډاوسیدو یعنی ځان یٌی شان نه جوړاوه بلکه کله کله به یٌی مزاح هم کاوه (بهشتی زیور ج:۸ص:۴)
۹۸ دکوروالا (ښځی) دخوښی دپاره دهغی سره مزاح کول او دخندا خبری کول هم سنت دی (خصایل شرح شمایل ص:۱۹۸)
۹۹ که به دکوم با عزته نفروونودهغه سره به په عزت پیش راتلی یعنی دهغه عزت یٌی کاوه
۱۰۰ په دی سنت طریقو باندی په عمل کولو سره ددین اودنیا ښیګڼی به حاصلی سی.