کور / خبرتیا او پيغامونه / کندهار پوهنتون خبرتيا

کندهار پوهنتون خبرتيا

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځى ټولو هغو محصيلو ته چي په تېر کانکور کي و خپلو خوښو سوو پوهنځيانو ته کامياب سوي ، خبر ورکوي چي د سنبلې پر نولسمه د هغو څانګو يعني ډيپارټمينټو له پاره ازموينه ځني اخستله کېږي چي محصيلين غواړي په راتلونکي کي ئې ووايي.
يادونه: تېر کانکور : هغه کانکور دئ چي تېر کال اخستل سوى، کامياب او ناکام محصيل ئې معلوم سوي دي. او هغه کانکور نه دئ چي څو ورځي وړاندي واخستل سو او تر اوسه ئې کامياب او ناکام محصيل نه دي معلوم سوي.