کور / سپورټي / کرکیټ: د نړۍ والو اتلولیو کپ افغانستان ته راوړل کېږي

کرکیټ: د نړۍ والو اتلولیو کپ افغانستان ته راوړل کېږي

د کرکیټ نړۍ والي شورا (آی، سي، سي) خبر ورکړی چي د ۲۰۱۵ کال د کرکیټ د نړۍ والو اتلولیو کپ افغانستان ته راوړي.
ټاکل سوې ده چي دغه کپ د سپټمبر پر ۱۳ -مه د کابل نړۍ وال هوايي ډګر ته راورسېږي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیو رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ویلي د دې کپ راوړلو ته یې لازمي تیاری نیولی دئ.
افغانستان په لومړي ځل د ۲۰۱۵ کال د کرکیټ د نړۍ وال کپ په یوه ورځنیو سیالیو کي ګډون کوي، چي د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ له ۱۴ – مي د مارچ تر ۲۹ -مي په اسټرالیا او نیوزلنډ کي ترسره کېږي.
آی سي سي دغه کپ پر ټولو هغو هیوادونو باندي ګرځوي چي په نړۍ والو سیالو کي برخه اخلي.