کور / هراړخیز / خر له باره ولوېد خو له باده ونه لوېد

خر له باره ولوېد خو له باده ونه لوېد

محمد يونس يو بنګالی اقتصاد پوه دی ده د بنګاليانو دخپلواکۍ په مبارزه کي هم ښه ونډه درلوده دخپل هيواد په اقتصادي پياوړتيا کي يې ښه ونډه درلوده. ښه ډېري ځغاستي يې وهلي دي. ده په اقتصادي پوهه کي يوه ګټوره پنځونه وکړه. محمد يونس په بانکي دوديزو پورونو کي چي په نوره نړۍ کي عام دود دی. دپور يو داسي ډول را وايست چي ډېرو خوارو وګړو ته يو ډول دپيسو پور ورکوي چي پوروړی يې بيا وار په وار دخپلي ګټي وټي له لاري بيرته اداکولای سي.
محمد يونس چي ديو بانک له لاري دغه اقتصادي کړنلار را وايسته نو خوارو وګړو په تيره بېوزلو بنګاليو ښځو ته يې ګټه ور سېده. تردې چي دغه پروګرام يې ګردسره لوېديځوالوته لاګټور وخوت.
پردې سربېره چي خپل هيواد بنګله ديش اودنورو هيوادونو له خوا په ښو انعامونوونازول سو. څوکاله مخکي لوېديځوالو خپل نازولی سياسي انعام ياني نوبل پرايز هم ورکړ. نابلده خبره چي دخندا وړ ده دا ده چي خپله امريکايي سرکار په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال کي دوه خورا لوی سرکاري انعامونه ورکړل چي يو يې د ولسمشرۍ د ازادۍ او بل يې دکانګرس جايزې وې.
دمحمد يونس دغه پروګرام په ۲۰۰۸ کال کي دنيويارک دښار دکوينز په ناحيه کي هم پيل سو. متکبرو امريکايانو ملنډي په وهلې چي دا امريکا ده بنګلاديش نه دی. دا پروګرام د دوی په استکبارانه فکر دلته نه سي بريالی کېدلای.
اوس چي ددې پروګرام دبرياليتوب څوکاله کيږي. يوې اروپايي خبريالي په اريانتيا راته ويل چي څومره اريانوونکې پېښه ده چي امريکا د پانګوني زړه بلل کيږي خو دا اقتصادي پروګرام يوه خوار اسيايي محمد يونس په خوار بنګله ديش کي پنځولی دی.
خو پلی کيږي په هغه امريکا کي چي يو وخت ډېره بډايه بلل کېده. ما ورته ويل چي يو فيچر رپوټ پکښي جوړيږي. باره يې راته ويل چي په امريکا کي ددې پروګرام پلي کېده دا دی پينځه شپږ کاله وروسته هم خبر بلل کيږي ځکه چي اروپايان او سپين پوسته امريکايان به ځان ته دلايل لټوي خو حقيقت دادی چي دا د دوی ملي غرور نه منل چي د رسنيو له لاري دا موضوع وځلوي چي ديو خوار اسيايي د پنځوني دښېګڼي په برکت په امريکا کي په کروړاو خوارو امريکايانو ته ګټه رسيږي.
ددغه خبريالي خبري ماته ترسپين پوستو امريکايانوپوري دپښتو دا متل راياد کړ چي وايي.
(خر له باره ولوېد خو له باده ونه لوېد.)
ځکه چي امريکا تردوو لويو جنګونو وروسته په تېره په افغانستان کي تر ماتي وروسته دونه اقتصادي ضربې خوړلي چي پورونه يې يوې خواته پرېږده. په کروړاو امريکايان بې کاره او خوار وزار ژوند کاټوي. تردې چي دخبرونو له مخي ځيني خپله امريکايي پانګوال هم په امريکا کي پانګوني ته زړه نه ښه کوي.