کور / هراړخیز / راتلونکی حکومت او په ادارو کي د تکنالوژۍ امنيت

راتلونکی حکومت او په ادارو کي د تکنالوژۍ امنيت

راتلونکی حکومت دی په ادارو کی د معلوماتی ټکنالوجی کارونی اوامنیت ته ځانګړی پاملرنه وکړی :
که څه هم د ۱۳ کالو په تیرید وسره معلوماتی ټکنالوجی څخه په دولتی او نادولتی ادارو کی یو څه ګټه اخستل شوی ، ولی په عمومی ډول له معلوماتی ټکنالوجی نه په هغه اندازه چی په نوروهیواد ونو کی ګټه اخستل کیږی دلته نه ده اخستل شوی ، په هیواد کی لاتراوسه په بشپړ ډول د معلوماتی ټکنالوجی زیربیناوی نه دی جوړی شوی ، اړینی پالیسی او قوانین نه شته د معلوماتی ټکنالوجی د خوندی ساتلو لپاره قوانین شتون نه لری ، د بریښنایی حکومت داری لپاره قوانین اوستراتیژی نشته ، د معلوماتو د کنټرول لپاره مرکزی نقطه وجود نه لری ، په برښنایی ډول د لویو شفاخانو ترمنځ اړیکی اواړوند معاینات وجود نلری ، په بریښنایی ډول د زراعت لپاره کار نده شوی ، بریښنایی ټرانسپورټ وجود نه لری
په بریښنایی محصیلین نشی کولای په دولتی او نادولتی پوهنتونوکی زده کړی وکړی ، د بریښنایی تجارت لپاره قوانین نه شته ، د بریښنایی امضاء لپاره قوانین ندی جوړ شوی ، بریښنایی تذکیری نه دی ویشل شوی ، په هیواد د معلوماتو د تګ او راتګ لپاره امنیتی تدابیراو فزیکی زیربیناوی نشته ، داهغه څه دی چی په هیوادکی د معلوماتی ټکنالوجی پرمختګ مخه نیولی
له راتلونکی حکومت نه مو غوښتنه داده چی په هیواد کی د معلوماتی ټکنالوجی په زیربیناووا وظرفیتونو کار وکړی ، ځکه همدغه ټکنالوجی ده چی د ژوند په هر برخه کی ورنه ګټه اخستل کیږی ، د معلوماتی ټکنالوجی په سم ډول عملی کولو سره به په ۵ راتلونکی کالونوکی نوی حکومت وکولای شوی چی لاندی اړینی چاری ترسره کړی .
په ادارو کی د برښنایی حکومتداری (E-government ) رامنځ ته کول ،
په بريښنایی ډول د ټولو شفاخانو تړل (E-Health)
په بریښنایی ډول محصیلینو ته د زده کړو برابرول (E-Education)
په بریښنایی ډول عامو وګړو ته د ټرانسپورټی خدمات برابرول (E-Transport )
په بريښنایی ډول تجارت رامنځ ته کول (E-Commerce )
په بریښنایی ډول د امنیت رامنځ ته کول (E-Security)
په بریښنایی ډول دانتخاباتو سیستم جوړل (E-Voting)
په بریښنایی ډول د تذکیرو جوړول (E-ID Card)
او همداسی نور زیات خد متونه ،نوی حکومت دی ، د مخابراتو نه جدا د حکومت په چوکاټ کی د معلوماتی ټکنالوجی وزارت رامنځ ته کړی ، د نورو وزارتونو په تشکیل کی دی د معلوماتی ټکنالوجی د ریاست په کچه لوړکړی ، د معلوماتی ټکنالوجی لپاره دی ځانګړی بودیجه ، وټاکی، او معلوماتی ټکنالوجی په څانګه کی دی کار اهل کار ته وسپاری ترڅو له نوموړی ټکنالوجی نه په هیواد کی هراړخیزه ګټه واخستل شی .