کور / سياسي / د عبدالغفور لېوال څخه یوڅو پوښتني

د عبدالغفور لېوال څخه یوڅو پوښتني

يوڅوورځي مخکي د روان ۱۳۹۳ کال دزمري پر اته ویشتمه نېټه دسرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کښي دافغانستان د خپلواکۍ ۹۵ لمانځغونډه وه.د لمانځغونډي په پیل کښي ګډون والو ویناوي وکړې اوبیا دماځیکر تر لمانځه وروسته عبدالله مقري موسیقي پيل او ملي سندري ئې ګډون کوونکو ته واورولې.
زه دمقري صاحب سندري له اووه کلنۍ څخه اورم خودمحفلونو دموسیقي څخه ځکه ځان لیري- لیري کوم چي دګویاو لوړ اوازونه مي پرسر را درد کوي. موږ دمحفل څخه لږ لیري ولاړو، یو بې غمه ځای کښېنستلو! ښاغلی عبدالغفور لېوال هم لکه چي دموسیقي دلوړ اواز څخه په تکلیف سوی ؤ، راغلئ زموږ سره یوځای سو. تر روغبړ وروسته ما دخپل عدت له مخي ورڅخه لاندي پوښتني وکړې. جوابونه ئې ډېرلنډ خوګټورول نوځکه مي لازم وبلل چي دخپلو وطنوالو سره ئې شریک کړم. البته دایوه رسمي مرکه نه ده، په ډېرغالمغال بانډار کښي اوپه تلوار-تلوار مي دغه پوښتني ځني کړي دي، عکس ئې افضل لالا زموږ په په ناپامي کښي راڅخه اخیستی دئ، کور ئې ودان.

غني حسن: ښاغلی لېوال صاحب! مهربان صاحب وايي که عبدالله مقری ځان په انتخاباتو کي کاندید کړي، تاسو فکر کوئ چي یوڅو رایي به وګټي؟

لېوال: بلکل! په نورو ټولنو کي عبدالله مقري غوندي شخصیتونه خورا مشهور دي او خلګ ئې ورته ډېر درنښت لري. رونالډ رېګن دفلمونو ستوري ؤ، هغه لومړی ځان دهنر له لاري مشهور کړ او بیا دامریکا ولسمشر سو چي کمونیزم ته ئې ماته هم ورکړه! موږ هم باید خپل تشویق او دوطن په جوړولو کي کار ورڅخه واخلو.

مهربان: ایا دوطن په جوړولو کښي داضرور ده چي هرڅوک په سیاست کښي داخل سي؟

لېوال: سیاست زموږ ذوق نه دئ بلکي سیاست زموږ ضرورت دئ. موږ باید تر هغه مهاله په سیاست کي داخل وسو ترڅو چي مو سیاست وسیاستوالو ته ورسپارلي وي اودهیواد راتلوونکې مو له خطره ژغورلې وي. ما هر وخت محمدیار صاحب ته ویلي دي چي که زه په دې پوه شم چي زموږ ګوند اوس ښه تکړه اومسلکي سیاستوال لري او یوې سمي خواته روان دئ ، زه په هغه ورځ له دې ګونده خدای په اماني کوم.

مهربان: نو بیا ولي موږ سیاسي علوم نه مطالعه کوو او یوازي مو ادبي علومو ته مخه کړې اوایا دا راسره منئ چي دتاریخ او ادب زیات مطالعه دپس پاتو ټولنو یو خاصیت دئ؟

لېوال: دلته زموږهرڅه بې کیفیته دي نوځکه تاسو داخبر کوئ. واقیعت دادئ چي ادب په پرمختللو ټولنو کي ډېر پرمختګ کړی دئ. تکړه لیکوالان په امریکا کي دي، تکړه شاعران په غرب کي تېر شوي او موږ ئې تراوسه اثار مطالعه کوو. په افغانستان کي یو شاعر دبل شاعر سره په دې خاطر شناخت نه کوي چي دی دي دهغه شعرونه ووايي بلکي ددې له پاره ورسره انډیوالي کوي چي هغه بل شاعر؛ دده شعرونه مطالعه کړي. په هرځای کي دهر کار له پار یو معیار شته، اصول شته او دهغو له مخي خلک خپل مسلک او کار مخ ته وړي زموږ داخو بله کیسه ده.

مهربان: تاسو دورځي څو ساعته اوڅه شي مطالعه کوئ؟موږ ځوانان، ستاسو په نظر، باید څه شي مطالعه کړو؟ شخصاً زه باید اقتصادي علوم مطالعه کړم او که ادبي علومو ته وخت وروباسم؟

لېوال: په زلمیتوب کي مي یوکتاب حتی کله-کله په یوه ورځ کي خلاصوئ خو اوس چنداني وخت ورته نه لرم ځکه چي مسؤلیتونه مي ډېر دي. دادبي علومومطالعه دانسانانو شعور وېښ او پياوړی کوي. ماچي مړ کې دتاریخ مطالعه نه راڅخه پاتیږي او چي هرڅه وکم الجبر بیا نه شم مطالعه کولای که څه زیات مهم دئ! ستا مسلک ډېر بلا مسلک دئ، افغانان ورته سخت ضرورت لري. دضرورت له پاره اقتصادي علوم، مدیریت او رهبري مطالعه کوه خودشعور ژوندي ساتلو له پاره دورځي دیوه ساعت له پاره دتاریخ او ادب مطالعه هم مه هېروه.

مهربان: تاسو په هرمجلس کښي تریوڅو ثانیویا دقیقو وروسته داقتصاد په اړه حتماً خبري کوئ او دخپل ګوند په کړنلاره کښي مو هم خورا اهمیت ورکړی دئ، اقتصاد مو چیري لوستلی اودافغانستان له پاره دغه اقتصادي نظریات چي تاسو لرئ څنګه درته پيداسوي دي؟

لېوال: پوهاند صاحب بشیر دودیال زما مشر ورور دئ، هغه دننګرهار په پوهنتون کي داقتصاد یوپروفیسر دئ. ما او زما یوملګري دیوڅو عمر له پاره دپوهاند صاحب دودیال شاګردي وکړه. داقتصاد اساسات مو له هغه نه زده کړه. اقتصادي خبري ځکه کوم چي موږ وږي یو. داکثرو بدبختیو ترشا مواقتصادي عوامل شته، نوځکه زه وایم چي افغانان باید ماړه شي. کله چي افغانان په نس ماړه شي نوستونزي موهم حلیږي.

مهربان: ماته ځیني خلګ وايي چي دافغانستان مشکل دافغانستان په تاریخ کښي دئ او ځیني بیا راته وایي چي نه، دافغانستان اساسي ستونزه په جغرافیه کښي ده، یعني دغه خپل موقیعت ورته سور اور ګرځېدلی دئ، تاسو ئې په اړه څه وایاست؟

لېوال: دواړه نه دي. اصلي ستونزه زموږ په فرهنګ کي ده. ترڅو چي مو ددې فرهنګ په منفي اړخونو کي مثبت تغیر نه وي راوړئ، ستونزي مو نه حلیږي. ګورئ! یوه عامه جمله چي هرڅوک ئې درته وايي هغه داده چي «دا دنیا تېره ده، خدای دي هغه دنیا راسمه کي.» ولي؟ دا دنیا ولي نه سموئ؟ نور خلګو ولي او څنګه خپله دنیا سمه کړې ده؟ موږ څومره غرونه اوډبري لرو خو ولي کار ورڅخه نه اخلو؟

عصمت بهیر: ښاغلی لېوال؛ خوبیا دستي درحمان بابا هغه شعر درته وايي چي: دا دنیا په احمقانو ده ودانه +++ دانا نه کا په دنیا باندي غرض .

لېوال: رحمان بابا خو داهم ویلي دي چي: ښه ده ښه ده دا دنیا چي توښه ده دعقبا. زموږ خلک ولي دغه شعر نه درته وايي؟ موږ باید دغه دنیا ښکلې کړو، کله چي خدای ته ورځو، نوبیا ورته ویلای شو چي هغه دنیا موجوړه اوښکلې کړې ده. وخت دماښام دلمانځه دئ. درځئ چي لمونځ وکړو بیا به خبري سره کوو.