کور / تازه خبرونه / کندهار: د کمپيوټر ساينس پوهنځى پرانيستل سو

کندهار: د کمپيوټر ساينس پوهنځى پرانيستل سو

په کندهار پوهنتون کي د لومړي ځل لپاره د کمپيوټر ساينس پوهنځى پرانيستل سو.

هغه مراسم چي په ياد پوهنتون کي د کمپيوټر ساينس پوهنځي د پرانيستني په موخه جوړ سوي ول، پکي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت ميرتوتاخېل، د کمپيوټر ساينس فاکولتې رئيس، يو شمېر استادانو او محصلينو ګډون کړى وو.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د پټۍ په پرېکولو سره د کمپيوټر ساينس پوهنځي پرانيستنه وکړه. کندهار والي ټولو افغانانو ته د دې پوهنځي د پرانيستني مبارکي وويله او زياته يې کړه چي په دې پوهنځي کي به د نورو فاکولتو په څېر د افغانستان له هر ولايت څخه محصلين زده کړي کوي. ښاغلي ويسا وويل: “د دې پوهنتون له تاسيس سره به مي تل دا امېد درلود چي زموږ پوهنتونونه د نوري نړۍ د پوهنتونو غوندي ډېر محصلين ولري او له نړيوالو پوهنتونونو سره وصل سي، هغه خوب او امېد مي ورځ په ورځ رښتيا کيږي. موږ د دې پوهنتون د تاسيس پر مهال ١٣ محصلين درلودل، خو نن دا دى دا پوهنتون شاوخوا لس زره محصلين لري.”

کندهار والي داراز له ټولو محصلينو څخه وغوښتل چي په پوهنتون کي له سياسي فعاليتونو لاس واخلي. هغه زياته کړه، لکه څنګه چي پوهنتون يو علمي ډګر دى، بايد تل يې علميت ته توجه وسي، نه دا چي سياسي ډګر وګرځول سي. هغه وويل، هر انسان ځان ته بېله ايډيالوژي او مفکوره لري، هر څوک د دې مفکورې د اظهار حق لري، خو پوهنتون بايد يوازي او يوازي د علم مرکز وګرځول سي.

کندهار والي داراز د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون يادونه وکړه چي دا نه يوازي د کندهار بلکي د ټول افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه ده. هغه وويل، د کمپيوټر ساينس پوهنځي د رئيس په مرسته د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د انټرنيټ په باب لازم اقتدامات سوي دي، چي ډېر ژر به دا پوهنتون د انټرنيټ له اسانتيا برخمن سي. نوموړي هيله وښوده چي د افغانستان نور پوهنتونونه هم له نورو نړيوالو پوهنتونونو سره وصل سي.

د کندهار پوهنتون رئيس حضرت ميرتوتاخېل وويل، په کمپيوتر ساينس فاکولته کي د زده کړي لپاره لپاره تر دې مهال ١١٢ کسانو نومونه ثبت کړي دي. هغه داراز زياته کړه چي دا پوهنځى له درې ډيپارټمينټونو څخه جوړ دى او يو لابراتوار هم لري، چي تر اوسه يې پنځه استادان استخدام او ټاکلي دي. د نوموړي په خبره چي د دې پوهنځي درو استادانو په جرمني کي ماسټري کړې، يو له هند څخه فارغ او بل د ننګرهار له پوهنتون څخه فارغ دى. توتاخېل هيله وښوده چي ډېر ژر به پنځه نور استادان هم استخدام کړي.