کور / هراړخیز / اوس ولي مستشرقينو ته اړتيا نسته؟

اوس ولي مستشرقينو ته اړتيا نسته؟

ځکه چي د جاسوسۍ پنځه سوه لاري پيدا سوې.

جنګ ځپلو هيوادونو ته يرغلګر د ټولني او انسانانو د پېژندنی لپاره خپل جاسوسان، د خبريالۍ، ملګرو ملتونو ټولني، سور صليب، څېړنو او داسي نورو عنوانونو له مخي ور استوي چي ظاهري دنده يې يوه او باطني يې بله وي.

د لوېديځ يرغلګرو ته به د پښتنو په کلتور کي داسي ډېر کم ښه او بد دودونه په لاس نه وي ورغلي چي دوی دي د پښتنو د لا بدنامولو او د پښتون ضد جنګ د روايښت د توجه کوانګ د پاره کار نه وي ځني اخيستی . په رسنيو کي خو يې له پښتنو څخه توري بلاوي جوړي کړي دي . په لوېديځو هيوادونو کي بيا په تېره په امريکا کي پښتون مانا توره بلا.

د لوېديځ لوټمارانو د تبليغاتو په برخه کي هغوی د پښتنو ولسي ادبيات په تېره مثبت متلونه او مثبتي لنډۍ داسي د پښتنو پر ضد استعمال کړي دي چي شيطان به هم ګوته په غاښ ورته ونیسي. په دغه اوس کي د نيويارک په ښار منهاتن کي درو سرکاري کلتوري ټولنو د امريکايي سپين پوستي شاعري او ليکوالي ايليزا ګريس ولډ د هغه نوي کتاب په باره کي غونډه جوړه کړې وه چي د پښتو ژبي لنډۍ يې هغه د چا خبره ژباړلي وې.

دغه سپين پوستي امريکايي شاعره چي په ظاهره يوه خبرياله ځان ښيي په واقعيت کي يوه عيسوي مبلغه مالوميږي. چي په اسلامي هيوادونو کي خپلي څېړني کوي. د پښتنو د ولسي ادبياتو د دغه ځانګړي جانر ياني لنډيو ژباړه يې د پښتني ټولني د پېژندنګ ښکاره هڅه ده. ځکه چي لنډۍ د پښتني ژوند ملي هينداره ده. د پښتنو د ژوند داسي خبري لا پکښي منعکسي دي چي په خبرو کي نه ويل کيږي خو په لنډيو کي ويل کيږي . د نن ورځي په لنډيو کي هغه څه سته چي د غربي يرغلګرو سخت په کار دي.

په امريکا کي چي ليکوال خپل نوی خپور سوی کتاب تر ډېرو زياتو لوستونکو پوري ور رسوانګ غواړي نو د ځينو ټولنو د غونډو له لاري د خپل کتاب د موضوع او د خپلي څېړني د بهير په باره کي خلکو ته په زړه پوري مالومات ورکوي او پوښتنو ته يې درواغ او رښتيا جوابونه هم وايي خو چی مقصد کتاب يې وپلورل سي. دا کار که څه هم ستونځمن دی خو د هغو سوداګرو ليکوالانو د پاره چي د امريکايي امپراتورۍ د ګټو او د دوی د جنايتونو او وحشتونو د توجه پټولو او بشري رنګ ورکولو د پاره وي بيا خو نو د دغه ډول ارزښتمنو آثارو څخه ډېر د دوی په خبره بيسټ سيلر کتاب هم جوړيږي چي ښه بېلګه يې د (Kite runner) په نامه يو تبليغاتي ناول و.

اصلي خبري ته راځم. دغه سپين پوستې امريکايي شاعري د پښتو ژبي څخه د لنډيو انګرېزي ژباړه پيل کړه. د لنډيو داسي غور چاڼ يې ځان ته جوړ کړی و چي پښتنې ښځي څنګه کړول کيږي، څنګه د حيوان په سترګه ورته کتل کيږي، څنګه ټول پښتانه ښځي په پيسو پلوري او داسي نوري د مبالغې ډکي ټکي په ټکي ژباړي.

لومړی خو ژباړه ډېر ستونځمن کار دی بيا په تېره د لنډيو ژباړه چی څو تکړه پښتنو ليکوالانو ځېګرونه په کښلي دي خو خوند يې نه دی په کړی . نو چيري به يوه بهرنۍ پرنګۍ ليکواله چي پښتو يې هم نه وي زده او د پښتنو هيواد ته يې مازي د څو شپو سفرکړی وي هغه يې د يوڅو ژباړونکو له خولې روايتونه راوړي وی. بيا هغه کابلي او ښاري ړوند اندي غربي جارچو ليکوالان د خدای څخه داسي يو توکی غواړي چي زړه يې وغواړي په ژباړه کي يې ګوتي ووهي.

دکومي ورځي راهيسي چي د لوېديځ لښکرو پر افغانستان پوځي يرغل وکړ او په کابل کي يې د خپلي خوښي يو جنايتکار پښتون ضد رژيم نصب کړ نو د پښتنو پر ټولوژني سربېره يې د پښتنو د کلتور او دودونو پر ضد کلتوري يرغل هم ورسره ملګری کړ. غربي خبريالانو ليکوالانو په پېخر داسي رپوټونه، فيلمونه او داستانونه جوړکړل چي خپلو ولسونو ته پښتانه داسي ور وښيي چي مانا د کومو خلکوسره چي جنګيږي، ګواکی دوی ډېر وحشي او بې کلتوره خلک دي چي اصلاً د تمدن سره ګویا په ټکر کي دي . ياني د ښوونځيو ضد دي، د ښځو د حق او د هغوی د کار کولو ضد دي او داسي نور بې ځايه تورونه پرله پسې لګول کيږي چي د حقيقت او واقعيت سرچپه خبري دي. ددغه کار لپاره يې کابل مېشتي او لوېديځ مېشتي ځيني پښتانه ليکوالان هم ګومارلي دي. که څه هم دا بې ځايه او خوشي تبليغات د پښتنو پر ضد يوازي د طالب په نامه کيږي چي مانا دا کارونه د طالبانو دي او دوی دغه ډول ذهنيت لري.

روڼ اندي پښتانه په دې ځانونه نه پوهوي او ځانونه په دې خوشاله کوي چي ځه ياره دا تبليغات خو د طالبانو پر ضد دي د پښتنو پر ضد خو نه دي.

مګر روڼ اندي که له دې څخه سترګي پټوي چي د طالبانو سياسي نظريات يې نه خوښيږي او په ټوله نړۍ کي يې پښتانه بدنام کړي دي. خو له دې څخه سترګي پټول لمر په دوو ګوتو پټول دي چي سياسي اسلام نن ورځ د پښتني ټولني باالقوه او باالفعله يو مطرح نظامي او سياسي ځواک دی . نړيوال لښکر يې په ختمولو کي پاته راغلي دي. په بله وينا د پښتني ټولني سياست د سياسي اسلام سره داسي ابدي غوټه خوړلې ده چي نه په لاس خلاصيږي او نه په غاښ.

نو کله چي موږ د بهرنيانو سره خبري کوو ، د خپلي ټولني هر څه ښه او بد باید خپل ښه او بد وبولو. که د شخصي عناد له مخي څه وايو يا نيوکه کوو بهرنيانو ته په داسي ډول ويل چي د خولې مو لاس اخيستی وي چي څه پر خوله راځي هغه وايو نو بهرنيان هم زموږ له قوله داسي څه ليکي چي پر ټوله پښتني ټولنه اطلاق کوي. مانا دا چي لوېديځوال خبريالان او ليکوالان زموږ دغه ډول روڼ اندو ته هم د يو جاهل په سترګه ځکه ګوري چي د دغه ډول روڼ اندو هره خبره د خپلي ټولني په خير خو څه چي خپله د دغه تش په نامه روڼ اندي په شخصي خير هم نه وي. خو بيا يې هم خوله وازه کړې وي چي څه پر خوله ورځي هغه وايي. کله به د خپلي ټولني هره ستونځه پر ملا او طالب اچوي خو خپله به ځان سپین، نامي او کوکو واوا ګڼي.

د دې سپين پوستي امريکايي مبلغي شاعري چي د پښتنو لنډۍ د کوم تعريف له مخي په انګرېزي ژبه اروپايانو او سپين پوستو او نورو امريکايانو ته ورپېژندلې نو نه يوازي يې په پښتني ټولني ملنډي وهلې همدارنګه يې په هغو کسانو هم ملنډي وهلې چي ددې په څېړنه کي يې خپل شخصي خو سطحي نظريات شامل کړي دي.

لوېديځوال خپلي ملي نيمګړتياوي تل پټوي او يا يې هم د توجه کولو د پاره دلايل راوړي . د يوه لوېديځوال د پاره خپله ملي نيمګړتيا دونه مهمه ده لکه يوه پښتانه ته چي د خپلي کورنۍ پښتني حيثيت مهم وي. ځکه هغوی يې په باطن کي د اصلاح هڅه کوي نړيوالو ته يې په ډمامو نه وايي. خو د پښتنو روڼ اندي ته خپل دريځ يا خپل جېب دونه مهم دی کله چي د يوه غربي خبريال سره يو پښتون يا پښتنه مخامخ سوې ده نو يې له خولې لاس اخيستی چي څه يې پر خوله ورغلي هغه يې ويلي او د خپلو بادارانو سره يې تايد کړي دي. خپل چټيات اوسطحي نظريات يې تل د ټولو پښتنو نظريات بللي دي. هغه پښتو لنډۍ چي وايي

دلېوني مراد پوره سو

پر لاري ځي په کاڼو ولي زيارتونه

د نن ورځي کابلی روڼ اندي چي خپله څوکۍ او دريځ يې د پښتنو سره په دښمنۍ کي ساتلی دی سم دم سره یو شی دي.

د اړيکو او تماسونو پرمختګ که له يوې خوا لوی نعمت او غنيمت بلل کيږي خو دمتمدني نړۍ جابرو واکمنوله دې نعمت له لاري دونه مذهبي کرکي، ژبنۍ کرکي او درواغ ويلي او وايي يې چي ديوه پخواني مستشرق له درواغو او تحريف سوويو حقايقو سره ګردسره دپرتلې وړ نه دي. نو ځکه وايو چي اوس لوېديځوال مستشرقینو ته اړتيا نه لري.