کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس حامدکرزي او جهادي رهبرانو د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه

جمهور رئیس حامدکرزي او جهادي رهبرانو د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه

جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه

د جمهور رئیس حامدکرزي په مشرۍ د جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو په ګډون، نن له غرمې مخکې په ارګ کې غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې چې حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، استاد عبدالرب رسول سیاف، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو، پوهاند نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، حاجي دین محمد، محمد اسماعیل خان او پوهاند ګلرحمن قاضي حضور درلود، په انتخاباتو پورې اړونده موضوع ګانې او د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ شوې خبرې اترې تر بحث لاندې ونیول شوې.

په غونډه کې حاضرو مشرانو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه او له دې اړخه یې د افغانستان د خلکو تشویشونه مطرح کړل.

جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ له مذاکروڅخه د نتیجې د نه ترلاسه کېدو له امله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان مشران باید ډیر ژر له کاندیدانو سره خبرې وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د انتخاباتو د نتیجې له اعلان څخه مخکې، پخپلوکې سره موافقې ته و رسیږي.

پریکړه وشوه چې په غونډه کې حاضر مشران دې سبا سهار ” جمعه ” له دواړو کاندیدانو سره وګوري او یوې فوري او چټکې نتیجې ته د رسېدو لپاره دې له هغوی سره همکاري وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس او د جمهوري ریاست مرستیالانو د هېواد د مشرانو د دغې پریکړې هرکلی وکړ او له هغوی سره یې په دې لاره کې د هر ډول ملاتړ ژمنه وکړه.