کور / تازه خبرونه / د کندهار ملي امنيت رياست يوتن انسان تښتونکي ددريو کوچنيانو دتښتولو په تور ونيول .

د کندهار ملي امنيت رياست يوتن انسان تښتونکي ددريو کوچنيانو دتښتولو په تور ونيول .

د کندهار ملي امنيت رياست منسوبينو يوتن انسان تښتونکي ددريو کوچنيانو دتښتولو په تور ونيول .

د ياد کس هويت په دې ډول دى، محمد ګل دفضل محمد زوى اصلي او فعلي دکندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍ دتلوکان دسيمي اوسيدونکي ،چې دوسله والو طالبانو اړوند قومندان ګل احمد دهلمند ولايت دسرکار په ساحه کي د دولت ضد فعاليتونه تر سره کوي ، دهغه دفر مودي پر اساس درې کوچنيان چې هر يو سيد ولي دعبدالواسع زوى (٩) نهه کلن،نظرمحمد ددين محمد زوى لس (١٠) کلن او نور احمد دملا عبدالغفار زوى (١١) يوه لس کلن، چې درې واړه دکندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍ دتلوکان دسيمي اوسيدونکي دي او دمحمد ګل له لوري دځانوژونکونکو بريدونو دترسره کولو لپاره تشويق سويوه .

ياد درې واړه کوچنيان هلمند ولايت ته دځان وژونکو بريدونو دزده کړو لپاره انتقال سوي وه او په هلمندکي دسرکار ساحه په سيمه کي ددوو شپو او ورځو دتېريدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه سوي ،چې دملي امنيت داوپراتيفي فعاليتونو په پايله کي داصلي مجرم محمد ګل سره يو ځاى ونيول سول او محمد ګل نامي په خپل جرم اعتراف کړى دى
ياد تښتول سوي کوچنيان دملي امنيت رياست له لوري خپلو کورنيو ته تسليم سوي