کور / تازه خبرونه / سرنوشت: وروستیو انتخاباتو افغانانو ته یوازي بدبختي ورکړه

سرنوشت: وروستیو انتخاباتو افغانانو ته یوازي بدبختي ورکړه

کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د انتخاباتي لانجې او د هغې له امله راولاړو شویو ستونزو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا خپلواکې ورځپانې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم له قوله لیکلي د حکومتي څوکېو نیم په نیمه وېش د دواړو ټیمونو د اختلاف اساسي ټکي دي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د پنځوس فیصده واک د وېش پرځای باید نورمعیارونه په پام کې ونیول شي، ترڅو د دغه دوو ټیمونو سربېره، نورکسان هم د وړتیا په پر اساس په حکومت کې شریک شي.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي د یوه ولس د بدمرغۍ او بربادۍ پیل له همدې نه دی چې اصول په کې تر پېښو لاندې کېږي.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي وروستیو انتخاباتو افغانانو ته یوازې بدبختي ورکړه، هره ورځ وژل کېږي، اقتصاد یې خراب شوی،بې کاري زیاته شوې او نا امني پراخه شوې ده.

د سرمقالې د لیکوال په باورد کاندیدانو د راتلونکې جوړجاړي څخه د مثبت بدلون تمه نه کېږي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ د لیدو کتو لړۍ دوام لري.

د بلې دولتي ورځپاڼې انیس د سرمقالې عنوان دی د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي توافق د روان انتخاباتي بن بست د حل کلي دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دواړه رهبران پوهه او هوښیار خلک دي او دوی باید په صادقانه ډول سیاسي مذاکرات مخ ته یوسي او د ملي یووالي په یوه حکومت توافق وکړي.

د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې دواړو کاندیدانو ته سپارښتنه شوې چې سیاسي توافق دې وکړي ترڅو خلک له ډېرو ستونزو او مشکلاتو خلاص شي.

همدې ورځپاڼې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له قوله لیکلي چې تېره ورځ د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي خبرو کې پرمختګ ونه شو.

ملي ارمان د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم نظر هم راخستی چې ویلي دي سیاسي مذاکرات به نتیجه ورکړي.

په پای کې محور ورځپاڼې د مالیې وزارت له قوله لیکلي د انتخاباتي جنجالونو له وجې په افغانستان کې ۷۰ سلنه پانګونه کمه شوې ده او ملي عوایدو کې هم شل سلنه کموالی راغلی.

وړاندې په مطلب کې راغلي د کړکېچن سیاسي وضعیت له امله په وروستیو دریو میاشتو کې په کابل، مزار، ننګرهار، کندهار او هرات و لایتونو کې ۵۴۱ فابریکې تړل شوې دي.