کور / اسلامي / دسواد نړیوالې ورځې په اړه

دسواد نړیوالې ورځې په اړه

دسواد نړیوالې ورځې په اړه

الحمدلله زموږ دین او د وحې پیل په اقراء بسم ربک الذی خلق، یعنې پیل یې په لوست او زده کړې سره شوی، اسلام کې د زده کړې او روزنې ښوونیز مرکز هغه د مور سره د ماشوم پاتې کیدل دي چه هغه ورته بنسټیزې زده کړې لکه د الله تعالی په اړه معلومات ورکوي، کلمه ورته ښیي دعا سلام کلام دا ټول ورته ښیي.

قرآن کریم فرمایي: ( قل هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون).

ژباړه : ایا برابر دي هغه کسان چې پوهه لري د هغو کسانو سره چې پوهه نلري، هېڅکله برابر ندي.

پوهه انسان ته ټولنه ورښیي، پوهه انسان ته مور او پلار، ورور، خور، تره ماما، خپل او پردي ورښیي، پوهه انسان ته ښه او بد ورښیي، پوهه انسان تر ډیر لوړ ځایه رسوي او داسې یو ځای ته یې وړي چه د هغه په فکر او خوب کې هم نه وو راغلي.

همدا پوهه ده چه انسان خپل رب پيژني، همدا پوهه ده چه انسان خپل پیغمبر پيژني، هغه ټول دین او ټول ښه او بد پرې پيژني، دا معیار او دا سټنډرډ موږ ته الله سبحانه وتعالی ښوولی. موږ ډیره ستره ذخیره لرو چه هغه قرآن او سنت څخه عبارت دي، اسلام څخه داسې شی ندی پاتې چه هغه ذکر نه وي یا اشاره نه وي ورته شوي یا فقهاوو، محققینو او مستنبطینو د هغو مسایلو او احکامو تشریح او ښوونه یا یادونه نه وي کړي، خو متاسفانه همدا موږ یو چه له دین څخه مو لرېوالی غوره کړی او د دین په زده کړه کې ډېر وروسته پاتې یو، موږ باید له دغو زرینو ویناوو څخه ګټه پورته کړو او هیڅکله له دین څخه لرې پاتې نشو.

زموږ هر ځواب، هر زده کوونکی او هر کس باید لومړی دیني زده کړې ترسره کړي او بیا دنیوي، که څوک دنیوي زده کړې بغیر له دیني زده کړو ترسره کوي نو پایله یې داوي چه د داسې خلکو ګټه اسلام، ټولنې او خپل هیواد ته نه رسي بلکه هغه پردیپال او نورو روزلی وي، خو که څوک له دنیوي زده کړو سره دیني او اساسي یا اړینې زده کړې ترلاسه کړي نو بیا به زموږ ډاکټر، انجینر، حاکم، مشران، ښوونکی، او ټول چارواکي او مشران به په سمه روان وي، عدل او انصاف به قایم وي، خلک به خوښ وي، بلآخر خپل رب به مو هم خوښ وي ځکه دا شیان الله تعالی ته مطلوب دي او زموږ رب له ټولو څخه همدا غواړي چه خپل ژوند د الله او د هغه د پيغمبر د ارشاداتو مطابق تیر کړو.

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.