کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۵۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۵۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۲ تنه ټپيان دي او ۵ نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کندهار، زابل، لوګر، غزني او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.