کور / سياسي / د عدلي او قضايي ارګانو بې عدالتيو هېوادوال ترهګرۍ ته مجبور کړي

د عدلي او قضايي ارګانو بې عدالتيو هېوادوال ترهګرۍ ته مجبور کړي

بي عدالتي، زور، رشوت، ناحقه زورول، قاتلان، قچاقبران، غله، ورانکاري د پيسو په مقابل کې خلاصول، د کمېشنکارانو، دلالانو، تش په نامه سواګرو او صرافانو په خوله فرمايشي فیصلې او ګرفتارۍ کول، خلکو ته توطيې جوړول، او په مقابل کې يې امکانات تر لاسه کول، د قاضيانو او څارنوالانو دنده ده.
که څه هم د هېواد په هره اداره کې فساد شته، ولې عدلي او قضايي ارګانونه بيا تر هر يو په فساد کې ډېر اخته دي، هغه قاضيان او څارنوالان چې د لوی رب(ج) څخه ويره لري او د هېواد نافذه قوانينو ته وفدار وي د هغه قاضيانو او څارنوالانو له لوري ورته توطيې، دسيسې جوړېږي او بدنامېږي، څوک چې زنځيري کړۍ لري، په ګوند او ګوندبازۍ سره اخته وي، د هر کار (قانوني او غيرقانوني) باندې پیسې اخلي، همداء ډله يو بل تقويه کوي، خو د عامه ولس زړونه يې چولي، عام ولس پدې فکر کې دی، چې شهرناپرسان دی، څوک له چا څخه پوښتنه نه کوي.
عدليي او قضايي ظالم ارګان د لوی الله (ج) نه ويره نه لري، قانون څخه نه وېرېږي، ځانونه خودمختاره بولي، هغه نوعې فيصلې کوي، چې افغانان مخالفينو ته پناه يوسي او د هغوئ تر چتر لاندې ژوند وکړي.
په تېر ۱۳کلنې حکمرانۍ کې فساد ورځ تر بلې په ياد شوي ارګان کې زياتېده او ترڅنګ يې په ولاياتو او مرکز کابل کې قوي ملاتړ هم تر لاسه کړی، د هېواد په زندانونو کې پراته نيم خلک د دوی له بې عدالتيو او ناحقه پرېکړو د زندان تورو تمبو شاته اچولي.
که چيرته د اوسني حالات مخنيوی ونشي هېواد به له بحران سره مخ شي، که عدالت تامين نه شي د عدالت راوستو لپاره په يو ميکانيزم کار ونشي راتلونکی به زموږ د هېواد ډېر خراب وي.
موږ د نوي منتخب ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي او د هېواد د اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله څخه مو هیله دا ده، چې د يو عادل نظام راوستو بنسټ دوئ کېږدي، مظلوم ولس مو له بدبختيو خلاص کړي او يو عادل افغانستان منځ ته راوړي.
د عدل او انصاف لرونکي افغانستان په هيله.