کور / سياسي / د واک انتقال، دتاریخ نوې پاڼه

د واک انتقال، دتاریخ نوې پاڼه

بسم الله الرحمن الرحیم
د هرڅه دمخه : مبارکي :
ښاغلي ډاکتر اشرف غني ته د هیواد د نوي ولسمشر په څیر او شاغلی عبدالله ته د هغه د اجرائیوی رئیس په څیر دنوي ملي یووالي دحکومت په جوړښت د زړه له کومي مبارکي وایم . او دالله تعالي نه غواړم چې دغه نوې نظام زمونږ د هیواد په برخلیک کې ډیر زیات مثبت رول و لوبوی .
همدا راز پخواني ولسمشر محمدحامد کرزی ته هم، د ټولو انتقادونو او نیوکو سره سره ، د انتقال د قدرت ددغه تاریخي ورځي په مناسبت چې په پوره امن او درنښت سره یی تر سره کړ، د زړه له کومي مبارکي وایم. ښاغلي کرزی په خپله دغه قدم سره نوي تاریخ ولیکه او ثابت یی کړه چې په هیواد کې ددیموکراسۍ دپلي کولو سره څومره مینه لري . دهیواد تاریخ به د ښاغلي کرزی دغه ستر قدم په خپلو زرینو پاڼو کې ثبت ساتي .
الله تعالي دي وکړي چې زمونږ ولس د نوي نظام په راتګ سره د نوي ژوند خاوندان شی .
قریب الرحمن سعید

۲۹سپتمبر ۲۰۱۴کال

د واک انتقال، دتاریخ نوې پاڼه :
نن دوشنبه د ۱۳۹۳ کال د میزان اومه چې د ۲۰۱۴ کال دسپتمبرد ۲۹مې سره سمون خوري ، دهیواد په تاریخ کې د یوې ځانګړې ورځي په څیر ثبت شوه . په دې ورځ د لمړي ځل له پاره دهیواد په تاریخ کې د واکمنۍ انتقال په سوله ایزه توګه تر سره شو. پخواني ولسمشر کرزي د انتقال په دې دوره کې مهم رول ولوباوو. او خپل ځان یی د تاریخ پاڼو ته سپین کړ
دولسمشر کرزي په خلاف او دهغه په حق کې به ډیر څه لیکل شوي وي ، او زه په داسې حال کې چې دهغه په نظام او هغه په حکومت دارۍ باندی چې بیا وروسته ورته دسهامي شرکت نوم ورکړل شو ، سخت منتقد ووم او دهغه دوره اوس هم دفساد او مافیا یوه نه هیریدونکې تاریخي دوره ګڼم خو ددې ټولو ستونزو سره باید په دې اقرار وکړل شي چې پخواني ولسمشر کرزی د دې اوسنیو ټاکنو او تر څنګ یی د قدرت او واکمنۍ دانتقال په پروسه کې هغسې مخلصانه قدمونه واخیستل چې د ډیرو د انده متصور نه ګڼل کیدل .
تصور داوچې د ولسمشریزو ټاکنو ددویم پړاو د پایلو په نه اعلانولو او ددې کړکیچ په اوږیدو کې ښاغلي کرزي لوې لاس لري ، اوغواړی ددې لانجې او کړکیچ د اوږیدو نه په ګټې اخستو سره لویه مشورتي جرګه را وغواړي ، په اساسی قانون کې ترمیم او تعدیل وکړي او په دې توګه دخپلې واکمنۍ د اوږدیدو له پاره لاره همواره کړي .
بل تصور داو چې شوني ده چې ښاغلي کرزی د بهرنیو په مشوره اوسنۍ لانجمنې ټاکني له یوه سره غیرقابل قبول اعلان کړي او په خپله د خصوصی فرمانونو له مخې د ولسي او مشرانو جرګي د یو شمیر وکیلانو په مرسته تر دوو کالو پورې واکمنۍ ته نور هم دوام ورکړي .
ددې ترڅنګ ددې اوازې هم وي چې شوني ده ښاغلي کرزی ، د ټاکنو دپایلو د نه اعلانیدو په صورت کې ، دنظامي او امنیتي قواو په مرسته واکمني یو دریم ګړي کس ته حواله کړي…. اوهمدا رانګه نورې ډیرې اوازې او وړاند وینې .
خو پخپله دپخواني ولسمشر د کړچار او اصرار نه دا نه ډاګیزیده چې هغه دې داسې کوم پلان او یا پروګرام ولری . هغه تل د واکمنۍ دژر ترژره انتقال غوښتنه کوله ، او هڅه یی کوله تر څو د ولسمشریزو ټاکنو اعلان ژر تر ژره و کړل شي او خپله دغه واکمنی چې نژدې ۱۳ کاله یی په کې تیر کړل ، منتخب ولسمشر ته منتقل کړي .
ښاغلي کرزی په دې تیرو وختو کې د سختو انتقادونو سره مخ و . که څه هم هغه به ډیر څه په خپل ذاتي اخلاص سره تر سره کړي وي ،خو دهغه ذاتي اخلاص ، دیوه ولسمشر په توګه ،په هیڅ صورت د هغه د برې الذمه کیدو سبب نه ګرځي ، ځکه دکار ټیم یی ډیر بې خونده او ډیره کي یی په فساد او مافیا کې را ګیر وګړي و . پخپله دغه دیارلس کلنه دوره کی یی همغه مافیایی کړۍ په خپل لاس کې وساتلې ، بدنامې څیرې یی ترڅنګ پاته شوې ، ان تر دې چې د یو څو خاصو ولایتونو دوالیانو پرته یی د نورو هغو والیانو چې په سهامي شرکت کې د شمال د ټلوالې برخه وه د بدلون واک نه درلود. نه یواځي د والیانو بلکه دکورنیو چارو وزارت یی د امنیی دقومندانانو د ادلون بدلون واک او اختیار نه درلود . چې بهترینه نمونه یی دولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د کابل دقومندان جنرال ظاهر د دندې نه ګوشه کول وو ، چې د یوې ورځې نه یی زیات دوام و نه کړ .او په سلګونو داسې بیلګې شته چې پخپله ښاغلي کرزی یی نور تنګ کړې و او د ارګ ماڼۍ ورته نور زندان ګرځیدلې و. د ښاغلي کرزی داخري خبرو څخه داسې راغبرګیده چې هغه لکه د پلچرخي د زندان بندي دې او غواړي ژر ددې بند دغه ځولنې ماتې کړي او د ازاد انسان په څیر خپل ژوند ته دوام ورکړاې شی.
داسې بریښې چې شاغلي کرزې به لمړۍ ولسمشر وي چې ددومره اوږدې مودې دحکومت کولو وروسته ، د ارګ دماڼۍ ځیني ژوندې را ووت. او دغه مثال یی (یا ارګ یا مرګ ) غلط ثابت کړ . زمونږ د هیواد تاریخ داسې مثال او نمونه نه لری چې څوک یوځل دې ارګ ته ننوتي وي او بیا ترې د مرګ پرته راوتلې وي . دا که پخواني پادشاهان وو او او که دهغوې نه وروسته په اصطلاح دیموکراتیک واکمنان.
دکمونستانو په واکمنۍ کې مو ولیدل چې څو څو میاشتي یی هم یو بل سره ونه زغمل او یو د بل په خولو دبالاښتونو په ایښوولو اویا زهر ورکولو یی یو بل له منځه یوړل . ډاکترنجیب ترې ژوندې راووت خو برخلیک یی د طالب ځواکونو په لاس د اعدام نه پرته نور څه نه وو. دهغه نه مخته ظاهرخان د څلویښت کالو تلپاتې پادشاهي څخه د ایټالیی په سفرکي د خپل اکا د زوې له اړخه خلع قدرت شو، او استاد رباني ترې د امریکا او ناټو په وینا او د مسکوپه حکم ژوندې راووت خو برخلیک یی زمونږ تر مخه دې . اوس نو دډاکتر اشرف غنې نوبت دې ،وروسته به ثابته شي چې رقیبان یی ورسره څه ډول معامله کوي .
ښاغلي کرزی که له یوه اړخه د کورنیو سهامیانو څخه په تنګ و ، د بله اړخه د بهرنیو عسکرو موجودیت ،چې نوموړې یی هم دتولیداتواو محصولاتو څخه شمیرل کیږي ، د حکمونو اومشورو له لاسه نور خپل ځان ذلیل احساساوو اود هغه دغه احساس د هغې په دغو وروستیو خبروکې په ښه توګه ډاګیزیږي .
د نړیوالو مطبوعاتو له مخې ښاغلي کرزي په افغانستان کې دامریکا ماموریت یو خیانت ګڼلې . لکه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپلې لیکنې ته ستوغ عنوان ورکړی « ولسمشر کرزي په خپله وروستۍ وینا کې په افغانستان کې د امریکا ماموریت یو خیانت وباله».
د ورځپاڼې په وینا، په نژدې دیارلس کلونو کې داسې ښکارې چې د حامد کرزي ښکاره مخالفت له ژورو احساساتو او یو ډول مجبوریت سره مل و..
د دې سربیره چې د نیویارک ټایمز په نظر د حامد کرزي د خبرو ځینې برخې له طنزه ډکې وې خو احساساتو د ده پر څرګندونو سیوری غوړولی و او حامد کرزي په تنده لهجه په افغانستان کې د امریکا ماموریت یو خیانت وباله.
ولسمشر کرزي په دې وینا کې وویل، که امریکا غوښتی چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، نو دا کار یې کولای شوای.
نیویارک ټایمز لیکي، ښاغلي کرزي بیا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د لویدیځ او د هغوی د متحدانو قربانۍ هیڅ یادې نه کړې، دا څه چې د افغانستان د پنځلس زره وژل شویو امنیتي ځواکونو یادونه یې هم ونه کړه او په عمومي ډول یې د لویدیځو هیوادو د ملاتړ مننه وکړه.
نیویارک ټایمز هم په کابل کې د امریکا د سفیر دا خبرې راپورته کړې دي چې بهرنیو خبریالانو ته یې وویل، د کرزي خبرې ځوریدونکي دي.
جیمز کننګهم د کرزي څرګندونې د امریکا خلکو ته خواشینونکې بللې او دا خبرې یې په افغانستان کې د امریکا د خلکو د قربانیو لپاره اهانت ګڼلې دي.
د نیویارک ټایمز په باور، د کرزي نظر دا و چې امریکا پر پاکستان فشار راوړي څو د طالبانو د مشرانو له پناهځایونو لاس واخلي، خو امریکا فکر کوي، چې داسې هیله واقعي نه ده او د همدې نظر له امله د اسلام اباد او واشنګتن پر تودو اړیکو سړې اوبه واوښتې.
واشنګتن پوسټ لیکي، حامد کرزي په افغانستان کې د امریکا پر پالیسیو سخت انتقاد وکړ. د ورځپاڼې په باورکرزي واشنګتن تورن کړ چې؛ په افغانستان کې یې د خپل دیارلس کلن حضور په ترڅ کې د دې پرځای چې د افغانانو د ژوند ښه کیدو ته پاملرنه وکړي، خپلو ګټو ته یې توجه وکړه.
واشنګتن پوسټ لیکي، حامدکرزی پرهغه ماموریت انتقاد کوي چې له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا په کې تردوه زره ډیر امریکایان وژل شوي دي او د امریکا د مالیه ورکوونکو نژدې سل میلیارډه ډالر د افغانستان په بیارغاونه په کې لګیدلې دي.
واشنګتن پوسټ په کابل کې د امریکا د سفیر جیمز کننګهم نیوکې ته هم اشاره کړې ده چې ده د حامد کرزي خبرې سختې بللې دي او ویلي یې دي چې پاس یې نه دی ساتلی.
د ورځپاڼې په باور د دې سربیره چې امریکایي چارواکي د وسله والو طالبانو د شخړو په ترڅ کې د افغانستان د ساتلو لپاره د کرزي ستاینه کوي، خو بیا هم له ۲۰۰۹ کال راپه دې خوا چې اوباما ولسمشر شو د کابل او واشنګتن اړیکي له جنجالونو سره ملې شوې.
واشنګتن پوسټ د خپلې مقالې په وروستیو کې لیکي، د ملي وحدت د حکومت د تړون له لاسلیکیدلو سره امریکایي چارواکي ډاډه شول چې حامد کرزی نور له واکه لرې کیږي او اشرف غني او هم عبداله عبداله ویلي دي چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکوي، څو تر ۲۰۱۴ کال وروسته نژدې لس زره امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.
تلونکي افغان ولسمشر حامد کرزي ولس ته پخپله وروستۍ وينا کې دخپل حکومت په بریالیتوبونو هم غږیدلې او ویلي یی دې چې : د حکومت بنسټونه يې ايښي دي او افغانستان به يوه ښه راتلونکې ولري.
ښاغلي کرزي د خپلو لاسته راوړنو په اړه وويل پوځ او پوليس جوړ شوي، ميليونونه ماشومان اوس ښوونځيو ته ځي او افغانستان د ټولو په ګډ کور بدل شوی دی.
ده پخپله هم له راتلونکي حکومت سره د همکارۍ ژمنه وکړه او پر خلکو يې هم غږ وکړ، چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره د نوي حکومت ملاتړ وکړي:
هغه وويل، له ولسمشرۍ وروسته به د يوه عادي افغان په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
حامد کرزی چې څو ساعته وروسته به په رسمي ډول ارګ خپل ځای ناستي اشرف غني احمدزي ته پرېږدي، ژمنه وکړه چې له نوي حکومت سره به همکار وي.
ښاغلي کرزي د خبرو پر مهال د خپلې ۱۳ کلنې دورې ځينو لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه ويې وويل ښوونځيو ته اوس ميليونونه ماشومان ځي او زده کړې کوي.
ده وويل سره له دې چې د پوځ او پوليسو په جوړولو کې يې لاسته راوړنې لرلي، خو د سولې په برخه کې يې هڅې بريالۍ نه وې.
حامد کرزي وويل ويجاړ افغانستان يې بېرته په پښو ودراوه او هغه هيله يې پوره شوه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور شو.
د خپلې وينا په پای کې ښاغلي کرزي د ده تر مشرۍ لاندې حکومت سره د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان د نوي حکومت لپاره يې د برياليتوب هيله وکړه.
دشخصې ژوند په اړه یی یو لیکواله اغلې شریفه لیکي :
”دا چې زموږ ټولنه او سیستم ښځې مایوسه کوي بېل حقیقت دی، خو ماته ولسمشر کرزي دا روحیه نه وه ښودلې
له سیاست او سیاسي دریځونو سره یې کار نه لرم . پر دا یې هم نه یم چې څه یې وکړل یا و نه کړل. ډیرو خبرې ورباندې کړي او کوي به . خو زه وایم ښه سړی دی.
ما ډېره کمه موده له کرزي سره کار کړی خو په دې کمه موده کې مې ډیر ډیر لیدلی. هر ه ورځ ، په دفتر کې ، په سفرونو کې ، د نړۍ له مشرانو سره په ملاقاتونو او په رسمي میلمستیاګانو کې.
یوه ځانګړتیا چې د کرزي په کرکتر کې نه بدلېده او دی یې د نورو نه بېلاوه د ده ډیره طبیعي او بې ساخته چلند و. کرزی به په شخصي کور کې د ولسمشرۍ نه ګوښه کټ مټ هماغه وي چې د ولسمشری په وخت د امریکا یا کوم بل هیواد له مشر سره په رسمیات کې و.

نوي ولسمشر او نوې تګلاره :
بلاخره ښاغلي ډاکتر اشرف غني د ډیرو لانجو ، سازشونو ، بیرونیو اوکورنیو فشارونو او ….نه وروسته نن دلوړې مراسم اجرا کرل . هغه په خپلې لمړنۍ وینا کې په پیل کې د حضرت ابوبکر صدیق د خلافت لومړۍ خطبې ته اشاره وکړه. او ویې ویل چې که مې سم کار ونه کړ، لارې مې برابر کړئ. ولسمشر غني وویل چې:
ملي حکومت د واک وېش نه بلکې د خلکو د خدمت لپاره د وظایفو وېش دی. ده له عبدالله مننه وکړ چې پخپله یې په حکومت کې ګډون وکړ.
ولسمشر وویل: مونږ نور تبعه نه یو، مونږ ټول وطنداران برابر حقوق او وجایب لرو.
ده وویل چې اجتماعي عدالت د سولې بنیاد دی او بې عدالته سوله نتیجه نه ورکوي. ده وویل چې د ثبات لپاره باید موازي حکومتونه ختم شي او مونږ یې د ختمېدو وعده کوو.
ولسمشر وویل: مونږ غواړو چې هر وزیر او هر وزارت باید د یوه قرارداد په اساس ملي شورا ته راپور وکړي او له وکیلانو غواړم چې له وزیرانو سره دې شخصي ملاقاتونه نه کوي. دغه راز د تقرر یا برطرفۍ خصوصا په امنیتي ادارو کې دې اجتناب وکړي.
ده وویل : عدالت د اسلام د مبین دین اساس دی . په قضاییه قوه کې فساد بدامني ته لاره اواروي. قضاییه قوه کې دې په یوه میاشت کې دننه د محاکمو د ټول پرسونل ارزونه وکړي چې څوک پکې د مجازات او مکافات وړ دي. ټولې ناتکمیل شوې دوسیې باید ژر تر ژره بشپړې شي. ده وویل چې د څارنوالۍ په چارو کې هم جدي بدلون ته اړتیا ده. څارنوالي باید تر خپلو وظایفو ورهاخوا په نورو چارو کې مداخله ونه کړي. ده د وزارتونو او ادارو تر منځ د تداخل د مخنیوي ژمنه وکړه.
ده وویل چې اداري فساد راته د زغمولو نه دی. ولسمشر وویل چې د افغانستان ټول خلک یو درجه خلک دي او ټول ولایتونه خاص اهمیت لري. او متوازن انکشاف یوه حتمي چاره ده. ولسمشر وویل چې زه او د دولت اراکین به له فساد سره مبارزه له ځانونو پیلوو. ولسمشر وویل چې زمونږ امنیت به هغه وخت تامین کېږي چې د ځواک استعمال مشروع وي او په همدې خاطر به غیرقانوني وسله وال خپل فعالیت ته پرې نه ږدو.
د بدامنۍ یو علت په امنیتي ارګانونو کې فساد دی او فاسدانو ته باید جزا ورکړ شي.
ده وویل چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ ګاونډي په خلاف استفاده ونه شي او دغه توقع له ګاونډیو هم لرو. نوموړې په حزب اسلامي افغانستان او طالبانو غږ وکړ چې دسولي په لور ګام پورته کړی »
دا چې نوې ولسمشر به څومره په خپلو پالیسیو او تګلارو کې بریالي وي دا به دهغه دټیم پورې اړونده وی چې دهغه کاري ټیم څومره وړتیا لري او څومره دولس په خدمت کې ځان مصروفولې شي . که چیرې د ټیم جوړښت یی د ټاکنیز کمپاین په تناسب وي اوتر څنګ یی د واکمني دویش د ژمنلیک له مخې نیمایی واکمني خپل اجرائیوي رئیس او دنیمایی وزیرانو او دموسساتو دمشرانو ټاکنه دهغمه له اړخه صورت و نیسی نو ګمان نه کیږي چې ښاغلي اشرف غني به دخپلې اعلان شوې اجنډا په مطابق مخته ولاړ شی . په دې کې هیڅ شک نه شته چې هغه به یوه میاشت نیمه د یو شمیر مافیایی کړیو سره غیږ ورکړي ، خو په طبیعي توګه د یوه مضبوط او مستحکم ټیم د نه درلودلو له امله به ، لکه څنګه چې د دویم ځلي ټاکنو دپایلو د اعلان او درقیب ټیم د ګواښونو سره مخ شو ، یو ځل بیا دهمداسې حالت سره مخ کیږي . او هغه باور او اعتماد چې پرې شوې دې هغه به له منځه ځي .
بین المللي مطبوعات هم دهغه دغه ډول حکومت ته ډیر خوشبین نه ښکاریږي لکه چې :

د ډیلي میل ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې چې؛ نوم یې دی، “افغانستان ته دوه سره حاکمیت راغلی دي
په دې مقاله کې راغلي چې، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کاندیدانو توافق یوه ښه اقدام؛ خو ماتیدونکی دی.
د مقالې لیکوال وایي، د حامد کرزي دواړه ځای ناستي د اعتبار وړ کسان دي.
په مقاله کې راغلي، چې اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توګه او عبداله عبداله د اجراییوي مشر په توګه باید د واک د شراکت په توافق کې له یو بل سره ښه همکاري ولري.
ډیلي میل زیاتوي چې، د دغو دواړو مشرانو پالیسي له یو بل څخه ډیر توپیر نه لري؛ خو دواړه کسان د ګوندونو، قومي ډلو او سیمه ییزو قومندانانو له خوا په بیلا بیل ډول حمایه کیږي.
لیکوال زیاتوي چې، اشرف غني او عبداله دواړه لیواله دي چې؛ له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي؛ تر څو د امریکا او ناټو ځواکونه وکولی شي؛ تر ډسمبر میاشتې وروسته په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې؛ له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون به د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړي تر مراسمو وروسته لاسلیک شي.
نیویارک ټایمز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي ډیپلومات له قوله دغه خبره کړې ده.

نیویارک ټایمز د دغه تړون لاسلیک یو مهم ګام بولي او وایي، دغه سند تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاته کیدو او افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو لپاره یو قانوني چوکاټ جوړوي.
د بشري حقونو د څار سازمان نشریه:
د بشري حقونو د څار سازمان په نشریه کې راغلي چې؛ د افغانستان د انتخاباتو حل لاريې بشري حقونه منزوي کړي دي.
پټریشه ګاسمن لیکي، په هغه میز کې چې اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله د حامد کرزي او نورو مشرانو په حضور کې تړون لاسلیک کړ؛ یوه ښځه هم نه وه.
میرمن ګاسمن لیکي، د پټو معاملو، معافیت او د راضي ساتلو سیاست لا هم شته او د افغانستان تمویلوونکي له هغه هیواده چې کورنۍ شخړې په کې ډیرې؛ خو لاسته راوړني یې ډیرې کمي دي؛ ورځ تر بلې ستړي کیږي.
ګاسمن زیاتوي، د افغانستان ولسمشرۍ انتخاباتو او د پراخو درغلیو تورونو د دغه هیواد تمویلوونکي نور هم ستړي کړي دي او……»
اوس داسې ډاګیزه شوې ده چې تر ټولو دمخه د شاغلی احمدزي لمړۍ کار د امریکایانو سره د امنیت د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول دي . په دې اړه د هیواد او بین المللي ورځپاڼود شننو او تحلیلونو یو څرک مخته ږدو :
یو شمیر ورځپاڼو د ملي امنیت د سلاکار رنګین سپنتا د وینا له مخې لیکلي چې د امریکا سره امنیتي تړون له سې شنبي په ورځ (۳۰) سپمتبر لاسلیک کړل شي . خوبیا یوې بلې ورځپاڼي لیکلي چې :
نوی حکومت باید د امنیتي سند د لاسلیک په برخه کې ټولپوښتنه وکړي او کنه افغانستان به له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ شي.
په مطلب کې وړاندې لیکل شوي چې له امریکا سره د امنیتي سند په لاسلیک کې باید بیړه ونه شي، خو تردې دمخه نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي ویلي چې د دې سند لاسلیکېدل يې په لومړیتوبونو کې دي».
زه د یو شمیر شنندانانو ددې تحلیل سره موافق یم چې د امریکایانو سره د تړون په لاسلیک کې باید بیړه ونه کړل شی . په دې کې شک نه شته چې د داسې تړونونو لاسلیک کول چې د دواړو متقابلو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت او یو بل ته د احترام په بنسټ لاسلیک کیږي ، ددې هیوادونو مسلم حق دې . خو دامریکا سره ددغه امنیتي تړون په سر ډیر جنجالونه راپورته شوي دي . ددې تړون دلاسلیک له پاره د پخواني ولسمشر کرزی دمشورتي لویی جرګي غونډه را بللې وه اوپه هغه غونډه کې نژدې دیرش داسې نوي مواد و چې هغه باید په دې تړون کې ور زیات کړل شوې واې .خو متاسفانه چې هغه غونډه دحضرت صیب مجددي د لویي او تکبر ښکار شوه او ددې پر ځاي چې د کرزی او ولس توجه یی هغو موادو ته را اړولې وایی هغه یی د تړون په بې قیده اوشرطه لاسلیک کولو باندی مرکوز کړه . په دې تړون باندی ډیرې تبصرې شوي دي او ما پرې هم خپل تحلیل لیکلی او خامي یی مو رابرسیره کړي ده لکه چې په کې راغلی دي :
« چې دامریکا او ناتو ځواکونه دې په هیواد کې قضایی مصؤنیت ولري، دعدلی تعقیب څخه دې ازاد وي ، هر جرم او فساد چې وکړي دمصؤنیت له مخې یی د نیولو حق نه وي ، ټول امریکایی فوځي تمځایونه به د افغانستان په ځآې دامریکایانو د قانون له مخې اداره کیږي . هر مجرم امریکایی به د هیواد امنیتي ځواکونو لخوا دنیولو سمدستي وروسته نژدې امریکایی نظامي تمځای ته ورسپارل کیږي . امریکایان افغانستان ته د تلوراتلو له پاره د اجازې حق نه لري ، دامریکانانو کارتونه چې دامریکا لخوا ورته ورکول شوي دهغوې له پاره سند دې ، هیڅ امریکایی الوتکه ،که هغه جنګې وي او که ملکي وي د افغانستان فضا ته د را داخلیدو داجازې اړتیا نه لري او نه به د افغانستان د میدانو د استعمال محصول ورکوي، ټول امریکایی محصولات به پرته له ګمرکاتو ورکولو افغانستان ته راننوځي ، ټول امریکایی کانټرکټوران چې ددفاع د وزارت پورې اړوند دي د ویزې اخستو اړتیا نه لري ، هغوې چې د دفاع د وزارت نه جدا دې ، د افغانستان په هواې میدانو کې به پرته له پوښتنې د لږ تر لږه د یوه کال ویزه ورکول کیږي ….امریکایی ځواکونه چې هر وخت وغواړی اویا محسوس کړي نو د افغانانو دکورونو تالاشي اخیستي شي ، افغانان نیولې شي او دامریکا نظامي الوتکې د افغانستان ددفاع د وزارت د اجازې پرته په دې هیواد کې نظامي عملیات تر سره کولې شي او…….او تر ټول لویه یی داچې که دافغانستان ګاونډیان یا بل څوک په دې هیواد باندی نظامي تیرې وکړي نو امریکایی ځواکونه به افغان ځواکونو ته مشوره ورکوي خو دګډې دفاع له پاره به قدم نه اخلي او…… دامریکا په دې تړون کې د افغانستان د ازادۍ ، ددې هیواد د پولو دساتلو…ددې هیواد سره دمالي مرستو او یا … هیڅ ډول تضمین نه شته …. اوس دې یو ازاد فکره افغان چې د امریکا ډالرو نه وي مست کړې دا ووایی چې که دا ډول شرایط یی څوک دهغه په کور د تحمیلولو هڅې وکړې ایا هغه ته به دمنلو وړ وي ؟ ایا حزب اسلامي ددې شرایط په نه منلو دخپل قوم اوولس نه دفاع نه کوي ؟ ایا په همداسې شرایطو او همدې قواعدو باندی د یوه تړون لاسلیک کول دهیواد د رسمي پلورلو قباله نه ده ؟»
نو که له یوې مخې ښاغلي ولسمشر احمدزې د حزب اسلامي افغانستان او طالبانو غواړې د سولې پروسه تعقیب او په هیواد کې دامنیت په راوستلو کې رغنده رول ولوبوي نو دهغوې غوښتنو ته باید سخت متوجه شی ، ځکه ددې دواړو ګوندونو د اساسي غوښتنو څخه دا هم دی چې هیواد دې یی خپلواکه او دپردیو دتسلط څخه ازاد واوسی . نو که چیري ښاغلي اشرف غني د امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو کې بیړه وکړي او د پورته یاد کړل شوو ګوندونو سره په دې اړه کوم توافق ته ونه رسیږي ، او بهرنیو ځواکونو ته په هیواد کې دبرلاسۍ سند لاسلیک کړي نوبیا به څه ډول ددې ګوندونو څخه دا هیله وکړل شی چې هغوې دې د سولې په پروسه کې ورګډ اودهیواد دامنیت په استحکام کې دې مهم رول و لوبوي .
د امریکا سره دامنیت د تړون دلاسلیک په اړه باید ښاغلي اشرف غني او ټیم یی بیړه و نه کړی ، بلکه هغه مواد چې د مشورتي لویی جرګي له اړخه وړاندیز کړل شوي هغه دې د وسلوالو مخالفینو سره هم تر بحث لاندې راوړي تر څو د یوې معاملې له پاره لاره همواره شی . اوکه نه حالات داسې ډاګیزوي چې ښاغلې اشرف غني به ډیرې زیاتې ستونزې تر مخ ولري .
همدا راز به ښاغلي غني د نوي حکومت په جوړښت او دخپل نوي ټاکنیز رقیب او اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله سره دګډې کابیني په جوړولو او یا هم ددغه په اصطلاح دوه سري حکومت په پرمخ بولو کې نه یواځي د ستونزو سره مخ وي بلکه مخکې تګ به یی ناشوني وي .
خوبیا هم زمونږ له اړخه نیکې هیلې
قریب الرحمن سعید
۲۹سپتمبر ۱۴کال
ددې شننې په لیکلو کې دکورنیو اوبیرونیو مطبوعاتو څخه په مننې ،ګټه اخیستل شوي .