کور / سياسي / د افغانستان خلکو ته د خدمت لوړه

د افغانستان خلکو ته د خدمت لوړه

د ګران هېواد افغانستان سیاسي تاریخ په زغرده وایي چې دولتي واک، په تېرو سلګونو کلونو کې په دې هېواد کې، د خلکو د پراخه پرګنو په خوښه او په قانوني او مشروع توګه، له یو مشر څخه بل مشر ته نه دی لېږدېدلی او په داسې وختونو کې د سلګونو کسانو وینې بهېدلي دي.
که دې تېرو سلو کلونو لنډ تاریخ ته وګورو اعلحضرت امیر حبیب خان په کله ګوش کې ووژل شو، د خپلواکۍ ګټندوی اعلحضرت غازي امیر امان الله خان د هېواد پرېښودو ته اړ شو، د امان الله ځایناستی امیر حبیب الله کلکاني په دار وځړول شو، اعلحضرت محمد نادر شاه ووژل شو، اعلحضرت محمد ظاهر شاه د خپل اکا د زوی محمد داوود خان له لاسه هېواد پرېښود، محمد داوود خان د خلقیانو په کودتا کې له خپلې ټولې کورنۍ سره ووژل شو، د خلقي دولت مشر نور محمد ترکی د خپلو انقلابي ملګرو لخوا د مرګ کندې ته ولوېد، د ده ځایناستی حفیظ الله امین د روسانو په یرغل کې ووژل شو، د ثور کودتا د نوي پړاو مشر ببرک کارمل د خپلو ملګرو له خوا ماسکو ته تبعید او مړی یې بیا څو کاله وروسته طالبانو په آمو سیند کې لاهو کړ، د ببرک کارمل ځایناستی داکتر نجیب الله د طالبانو یا پردیو استخباراتو له خوا په دار وځړېد، د اسلامي دولت لومړنی مشر صبغت الله مجددي د راولپنډ‎ۍ د پرېکړې له مخې، واک له دوو میاشتو وروسته، په نه زړه او فشار استاد رباني ته پرېښود، د اسلامي دولت دوهم مشر استاد رباني د سولې د استازي په ځانمرګي برید کې ووژل شو، د طالبانو مشر ملا محمد عمر د امریکا د بریدونو له امله پټ شو؛ خو دا دی له سلو کلونو وروسته ولسمشر حامد کرزی سیاسي واک له هیڅ ډول لانجې او ستونزې پرته نوي منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ته وسپاره.
دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې دیارلس کاله دمخه استاد رباني هم واک، د نویو شرایطو او نړیوالو پرېکړو او فشارونو له امله ښاغلي حامد کرزي ته لېږدولی و.
که دا دود یا په بله ژبه د دولتي واک قانوني، مشروع او ولسواک لېږد په افغانستان کې تلپاتې شي او په راتلونکي کې هم ولسمشران، د خلکو د رايو په پایله کې، واک په خپل وخت نویو کسانو ته پرېږدي، دا ویاړ به د تاریخ په پاڼو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نامه ثبت شي چې واک یې د افغانستان د کال 1393 هـ ش، د ټاکنو له امله نوي او منتخب ولمسمشر داکتر محمد اشرف غني احمدزي او د ده مرستیالانو ته پرېښود.
دا به ښه خبره وي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د ده د دیارلس کلن خدمت له امله کورودانی وویل شو، البته دا به د مؤرخینو او سیاسي څېړونکو حق وي چې د حامد کرزي په دیارلس کلونو کارونو باندې کره کتنه وکړي او (سپین) له (تور) څخه جلا کاندي!
اوس چې داکتر محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه کړې، خلک په کلکه غواړي چې له یوې خوا د دوی رأیو ته په درنه سترګه وګوري او له بلې خوا خپلې هغه سترې ژمنې په پام کې ونیسي چې د ټاکنیزه کمپاینونو په وخت کې یې د افغانستان له کړېدلو خلکو سره کړې دي!
خلک له ښاغلي غني احمدزي څخه غواړي چې خپله هغه لوړه په یاد ولري چې د خدای(ج) په نامه یې کړې او هغه اساسي قانون ته درناوی وکړي چې د هېواد تر ټولو عالي ملي وثیقه او د دولت د مشروعیت مصدر بلل کیږي.
خلک له نوي ولسمشر څخه غواړي چې بې ځایه مصلحت، معامله او مسامحه پرېږدي، خلک د قانون واکمني ته لیواله دي، خلک د قانون برلاسي او تطبیق غواړي، خلک سولې او امنیت ته تږي دي، جګړو افغانستان د نیستۍ په پوله درولی دی، خلک د اداري فساد له لاسه په کرېغو ژاړي، افغانستان له بده مرغه د نړۍ لومړی درجه فاسد دولت لري.
څه باندې یو ملیون افغانان په نشته یي توکو روږدي دي، خلک په اقتصادي او مالي سرچنیو باندې د دولتي مافیا د واکمنۍ پای ته رسول غواړي، خلک له هغه کسانو څخه کرکه لري چې سپیڅلي نومونه د خپلو شخصي، ګروپي او تنظیمي ګټو له پاره کاروي، خلک د کلاشنکوف فرهنګ له خوروونکو څخه بېزاره دي، خلک بشپړ فزیکي او رواني امنیت غواړي، اخلاقي فساد د ناروا شتمنیو او مصونیتونو له امله آسمان ته ختلي، خلک د خپل عزت او ناموس تحفظ غواړي، اختطاف چیانو د خلکو ډېر نازولي بچیان په وینو لړلي، په ملیونونو ځوانان وزګاره دي، خلک دوډۍ غواړي، خلک ښه ښوونه او روزنه،، روغتیا او ځوانان ورزشي آسانتیاوې غواړي، خلک د ملي شتمنیو، ځمکو، کانونو او قراردادونو په لوټمارو لعنت وایی، خلک هر اړخیز او ډاډمن عدالت غواړي، په اوسني افغانستان کې هېڅ کار له رشوت، زور او واسطې څخه پرته نه تر سره کېږي او لنډه دا چې دومره روا، شرعي، اسلامي او انساني غوښتنې دي چې که ولسمشر محمد اشرف غني احمدزی د هغه پوره کولو ته ملا وتړي، نوم به یې د ګاندي، ماندیلا، مهاتیرمحمد او نورو نړیوالو شخصیتونو په څېر تلپاتې شي.
خدای دې د افغانستان له خلکو او نوي زعامت سره مرسته وکړي چې د سولې، روغې، امنیت، ورورۍ، تفاهم او ملي یووالي په رڼا کې په بریالي توګه په مخ وخوځوي او په خپل سیاسي تاریخ کې نوی یون تلپاتې وساتي.