کور / خبرتیا او پيغامونه / د ۱۳۹۳ کال د لوی اختر په مناسبت د ګلبدين حکمتيار پيغام

د ۱۳۹۳ کال د لوی اختر په مناسبت د ګلبدين حکمتيار پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم
د لوى اختر مباركي
فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ * هود: 49
نو صبر كوه چي يقيناً نېكه پايله د متقيانو ده
گرانو هېوادوالو!
وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ هېواد د پرديو له سلطې آزاد كړي، زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس له روان دردناك حالت وژغوري، او موږ ته دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك او آزاد افغانستان كي او په داسي حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام شين بيرغ رپانده وي، ټول اشغالگر ځواكونه له هېواد وتلي وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي او اقتدار د داسي صالح حكومت په واك كي وي چي چارواكي ئې رښتيني مؤمنان وي، له الله وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.
وروڼو خويندو!
له دې فرصت په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړه څو عرائض لرم:
• په دې وروستيو كي د امريكا جمهور رئيس اوباما په مكرره توگه ويلى چي د روان ميلادي كال تر پاى به زموږ ځواكونه له افغانستان ووځي، دا په زړه پوري انكشاف وو، افغانان ئې هيله من كړل، پوهېدل چي كه د سپيني ماڼۍ چارواكي په خپل دريځ كي رښتينې وي او د امريكايى ځواكونو وتل عملي شي نو زموږ د هېواد د ډېرو اساسي ستونزو اصلي عامل به له منځه ولاړ شي. د بهرنيو ځواكونو حضور، د دوى په لاس د هېواد اشغال، پر افغانانو د وسلې په زور د يوه نظام تپل، اقتدار مفسدينو، غلو او وطن پلورونكو ته سپارل، جگړه او بې امني هغه اساسي ستونزي دي چي د دې ځواكونو په وتلو سره ئې د حل لار پرانيستل كېږي. خو بلي خوا ته گورو چي د نوي حكومت له اعلان وروسته په څلرويشتو لومړنيو ساعتونو كي هغه امنيتي تړون لاسليك شو چي كرزي ئې له لاسليك ډډه كوله او امريكايى مقاماتو ويل چي نوى حكومت به ئې له ځنډ او تعديل پرته لاسليك كړي!! په داسي عجلې او تلوار سره د دې تړون لاسليك د څه لپاره، ولي ئې نوي حكومت ته دا مهلت هم ورنه كړ چي د كابينې له جوړولو وروسته او د پارلمان په مشوره په دې اړه پرېكړه وكړي؟ آيا افغانان دا حق نه لري چي ووايي: د جمهوري رياست انتخابات، لانجې ئې، ائتلافي حكومت او تركيب ئې ټول د دې تړون د لاسليك لپاره مقدماتي كارونه ول؟!! ويل كېږي چي د دې تړون له مخي به نږدې شل زره امريكايي او ناټو ځواكونه په افغانستان كي پاته وي!! طبيعي ده چي په دې صورت كي به جگړه دوام كوي، دا ځكه چي افغانان په خپل هېواد كي د بهرنيو ځواكونو حضور نه مني، مرگ مني خو غلامي ته سر نه ټيټوي. اوس پوښتنه دا ده چي د اوباما د مكرر اعلان له مخي به دا تړون څنگه توجيه او تعبيروي؟!! ټول ځواكونه باسي كه شل زره پرېږدي؟
• متأسفانه زموږ گاونډيان د دې پر ځاى چي په افغانستان كه د ناټو نظامي حضور ته د يوه گواښ په سترگه وگوري؛ د تأييد سر ورسره خوځوي، تهران نه يوازي په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو حضور د ځان په گټه گڼي؛ دا ځكه چي ايران ته ئې په افغانستان كي د پراخو لاسوهنو لار آواره كړي او ايران پلوه ډلو ته ئې بې ساري امتيازات په لاس وركړي؛ بلكه په عراق كي هم د امريكا د فوځي عملياتو او نظامي حضور ملاتړ كوي او له واشنگټن غواړي چي عراق ته يو ځل بيا خپل فوځونه ولېږي!! پاكستان هم د بهرنيو ځواكونو بشپړ او فوري وتل د افغانستان او سيمي په گټه نه بولي!!
• ښاغلي حامد كرزي په خپلي وروستۍ وينا كي اعتراف وكړ چي د ده حكومت د صلحي په راوستو كي بريالى نه وو او لاسته راوړني ئې نه درلودې، دا ځكه چي د دې كار كيلي د امريكا په لاس كي وه او امريكايانو نه غوښتل صلح راشي. دا يو حقيقت دئ، امريكايان يا اصلاً صلح نه غواړي يا داسي صلح غواړي چي د دوى په لاس د افغانستان اشغال ته مشروعيت وركړي او پر كابل د دوى د خوښي لاس پوڅى حكومت حاكم وي.
• د انتخاباتو خندوونكې لوبه پاى ته ورسېده، پايله ئې په كابل كي د امريكا سفير په خپل دفتر كي وټاكله، ائتلافي حكومت ئې جوړ كړ، نه ئې د ولس رأيو ته كوم ارزښت وركړ او نه اساسي قانون ته، داسي حكومت ئې رامنځته كړ چي تل به له داخلي لانجو سره مخامخ وي، دوى داسي حكومت خوښوي چي پر كرسيو ئې افغانان ناست وي خو واك ئې په بشپړه توگه د دوى په لاس كي وي او هره مهمه پرېكړه ئې د امريكا په سفارت كي كېږي. هغه څېرې ئې په حكومت كي ننايستلې چي بهرنيو ځواكونو ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړې، د جگړي پر دوام ټينگار كوي، غواړي دا ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، د افغانانو د نيولو، وژلو، او د دوى پر كورونو د بريد حق ولري، نظامي اډې او زندانونه ئې په واك كي وي.
وروڼو خويندو!
الحمد لله چي د ناټو ځواكونه په خپلو ناولو موخو كي ناكام شول، اشغالگران ونه توانېدل چي مقاومت وځپي او د بريا مخه ئې ونيسي، ونه توانېدل چي په كابل كي يو مضبوط او ځواكمن حكومت رامنځته كړي، د دوى د وسلو او پيسو په زور تپل شوى نظام وشړېدو، روغ ځاى په كي پاته نه وو، چارواكي ئې په فساد او خيانتونو كي تر ستوني غرق ول، ولس ترې كركه لري، اشغالگر ځواكونه د افغانستان له پرېښودو پرته بله چاره نه لري، د امنيتي تړون لاسليك په وضعيت كي هيڅ بدلون نشي راوستى، هر څه به همغسي وي چي په تېرو ديارلسو كلونو كي وو.
امريكايان هڅه كوي همغه ناولې څېرې د اقتدار پر كرسيو سرښ پرېږدي چي د مخكني مفسد حكومت لوړ پوړي چارواكي وو، همغه چي د ورانيو او جگړو مسئوليت د دوى په غاړه دئ، په اقتدار كي د دوى د پاته كېدو معنى او پايله له دې پرته بل څه نشي كېدى چي همغه پرونى دردوونكى حالت به دوام كوي، دوى د اوسني حالت او د جگړي دوام غواړي، له صلحي او روغي جوړي سره مخالفت كوي، د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا او هغوى ته د خپل سرو عملياتو اختيار او د قضائي امنيت وركول گټور گڼي، دا زړې كرغېړني څېرې خپلي گټي د روان حالت په دوام كي لټوي، د بدلون لپاره هيڅ طرح او منصوبه نه لري، د هېواد حالت هغه مهال بدلېدى شي چي نوى ټيم له نوې تگلاري سره راوړاندي شي، داسي چي جگړه پاى ته ورسوي، واقعي صلح تأمين كړي، بهرنيو ځواكونو ته ووايي: افغانان پرېږدئ چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي.
وروڼو خويندو!
افغان ولس په عامه توگه او مجاهدين په خاصه توگه بايد له يوې نوې مرحلې سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي او خپله تگلاره داسي عياره كړي چي د نويو گواښونو مقابله وكړى شي. مجاهدينو ته په كار ده چي حوصلې مضبوطي وساتي، خپل صفوف لازيات منظم او متحد كړي، يو بل ته د يووالي او ورورۍ لاس وركړي، بايد ډاډه او مطمئن وي چي قدير خداى به د شيطان پر لښكرو دوى ته برى وركوي، اشغالگر ځواكونه به هرومرو له ماتي سره مخامخ كېږي.
مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي، د جگړي پاى، تلپاته صلحي او امنيت او په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامي حكومت غواړي بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي. خو هغه كړۍ دي زموږ دا بلنه غلطه نه تعبيروي چي د پرديو مرستو مغرور كړي، د بل د مټ، وسلو او پيسو په زور جنگېږي، متأسفانه كمعقله كسان داسي دي چي كله د وحدت او يووالي لوري ته بلل كېږي نو گمان كوي چي دوى ډېر پياوړي او زورور دي او بلونكي ډېر اړ او كمزوري، ډېر ځلي داسي بلني په دوى كي د بې ځايه كبر او لويي شيطاني احساس پاروي، دوى د پردي پر كټ ناست د پاچايۍ خوبونه گوري او په دې نه پوهېږي چي پردى كټ تر نيمو شپو وي، ډېر د پرديو مرستو مست كړي ول خو ژر په سد شول او خپل سپك وزن ورته معلوم شو.
وروڼو خويندو!
په دې كي هيڅ شك نشته چي هېواد په سخت بحراني حالت كي دئ، وضعيت د 1370 لسيزي ته ورته دئ، هغو شپو ورځو ته چي شوروي اتحاد په افغانستان كي له ماتي وروسته له كورنيو ستونزو سره مخامخ شو، د افغانستان د جنگ مصارف ئې نور نشو زغملى، د افغانستان پرېښودو ته اړ شوى وو، اوس حالت كټ مټ همغسي دئ، امريكايان او موئتلفين ئې له جگړي ستړي شوي، تر دې زيات نه د رواني جگړي ځاني تلفات زغملى شي او نه د جنگ ملاماتوونكي لگښتونه، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د نړۍ په گوټ گوټ كي له نورو ستونزو سره مخامخ او په جگړو كي ښكېل شوي دي، نه د دې امكان شته چي اشغالگران به داسي امنيتي ځواكونه رامنځته كړي چي د ناټو له وتلو وروسته امنيت تأمين كړي او نه د دې امكان شته چي غربي هېوادونه به د افغان امنيتي ځواكونو د تمويل لپاره هر كال څلور پنځه مليارده ډالر د كابل حكومت ته وركوي!! بهرني ځواكونه ناكام شوي، حالت د اشغالگرانو له ادارې وتلى، ښايي تر 2014 كال وروسته له داسي پېښو سره مخامخ شو چي هيڅوك ئې انتظار نه لري.
موږ دغه حساس حالت ته په پام سره ټولو مجاهدينو او د هېواد هغو كړيو او شخصيتونو ته چي پر ملت زړه سوى لري، قضايا مسئولانه څېړي، له بحران د وتلو لاري لټوي او غواړي په دې اړه اغېزمنه ونډه ولري څو عرائض لرو:
• راشئ د بحران لپاره كورنى حل ولټوو، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران حل كړو. ټول بايد دا د يوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي د بهرنيو ځواكونو حضور د جنگ له دوام پرته بله معنى او نتيجه نه لري، پاته كېدا ئې نه افغانان مني او نه كومه ستونزه حل كولى شي، كوم ناافغانان چي د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدا او د جگړي پر دوام ټينگار كوي، بايد پوه شي چي دا له ذلت ډك دريځ به له سپكاوي پرته بل څه ورپه برخه نه كړي، دا ځواكونه نه د دوى په غوښتنه پاته كېږي او نه وځي، د خپلو استعماري گټو حرص راوستي او خپلي ستونزي ئې وتلو ته اړ كوي.
• هغه به ډېر ناپوه او ساده وي چي گمان وكړي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به دا نظام له مجاهدينو سره له تفاهم او توافق پرته دوام وكړي او له سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ غربي هېوادونه به ډالر ورته رالېږي، دا خامه طمع ده، هغه به ئې په خپل سر كي ساتي چي د ناټو حضور قدرت ته رسولي او د دوى جيبونه ئې ورډك كړي.
د خپلواك اسلامي افغانستان جوړېدو په هيله
سرلوړي دي وي افغانان بريالي دي وي مجاهدين
حكمتيار
افغانستان
لوى اختر1393