کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوی اختر په مناسبت دملا اغاجان (معتصم) پیغام

د لوی اختر په مناسبت دملا اغاجان (معتصم) پیغام

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
وَالْفَجْرِ (1) وَلَيالٍ عَشْرٍ (2) وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ (3) وَاللَّيْلِ إِذا يَسْرِ (4) هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِذِي حِجْرٍ (5)

د افغانستان میړنی ولسه !
دهیواد ددفاع د لارې ننګیالیو مبارزینو ، دظلم، ستم او تجاوز په ځولنوکې اسیرو بندیانو د وطن په دفاع کې ژوبل شویو مجروحینو او ټولو ځوریدلیوافغانانو وروڼو او خویندو !
السلام علیکم ورحمةالله وبر…….. :
نیک مرغه لوی اختر مو مبارک ، د الله (ج) درضاء له پاره موکړي ټول عبادتونه او دهیواد د آزادۍ اواستقلال په لاره کښې ترسره کړي خدمتونه مو دالله تعالی (ج) په دربارکې قبول شه.
ګرانو هیواد والو !
د لوی اختر له مذهبي مناسبت څخه په استفادې سره غواړم دهیواد دوروستیو جریاناتو په اړوند خپل د زړه خواله درسره په لاندې ټکیوکې عرض کړم.
د نیک مرغه لوی اختر له خوښیوسره یوځای که خدای(ج) کول د يرغلګرو ځواکونو له تسلط څخه زموږ دهیواد او اولس دخپلواکۍ شیبې هم رانیږدي کیږي، انشاءالله چې نور به په ډیر نژدې راتلونکې کې دیرغلګرو دوحشي عسکرو کرغیړن ټغر زموږ دسپیڅلي خاوري څخه ټول او زموږ مظلوم او بیچاره ولس به ددغه ځناورو دظلم اوستم څخه نجات ومومې، يوازي امریکایان دي چې دهغوي سره امنیتي کرغيړن تړون لاسلیک شو او دوي ته زموږ په خاوره کې دپاتي کيدو له پاره يو جعلي سند په لاس ورغۍ، خو دامریکایانو په اړوند نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی صاحب دامنیتي تړون څخه وروسته په خپلو خبرو کې داسي څرګنده کړه «امریکایان به خپل ټول عسکر دهیواد نه وباسي يوازي يوڅه شمير عسکر به دامریکا په سفارت کې دخپل سفارت دساتني له پاره پاتي کيږي» نو که داسي وشي لکه نوي ولسمشر چې څرګندونې کړي دي، بیا خو به زموږ ځوریدلی اولس دامریکايې وحشي داړمارانو دغیرانساني ظلم څخه خلاص شي، او که چيري دتیر په څیر امریکایان زموږ دهیواد په ګوټ ګوټ کې عسکري مرکزونه او هډې ولري او عسکريې په هماغه پخوانی ډول وحشیانه اعمال ترسره کوي، بیا حتماً زموږ غیور اولس هم ددوي په مقابل کې قرار او آرام نه کښينې، چې څه يې له وسه کیږي دخپل دین،عقیدې، ځان، مال او ناموس دفاع به کوي، چې بیا به يې پایلي نه دامریکایانو او نه دافغانانو له پاره ګټوري وي، ځکه چې دواړه لوري به په یوه بې هدفه اونامطلوبه طولاني جګړه کې را حصار او بند وي، شکاره خبره ده چې امریکایان هم دجګړې په حالت کې خپلو موخو ته نشي رسیدلی او دافغانانو خو به هیواد میدان جنګ وګرځي، نو بیابه افغانان يوازي او يوازې دجنګ جګړې سړولو ته متوجه وي لکه تیر دیارلس کاله چې همداسي وه، دسوکالۍ، ترقۍ، نیکمرغۍ او آرامۍ فرصتونه او چانسونه به ټول دلاسه ورکړي او خدای مکړه ديو مجهول او نامعلوم آینده سره به مخامخ وي.
مسلمان او قهرمان ولسه !
دخپلواکۍ او آزادۍ دغه لحظات د هغو زرهاوو شهیدانو د پاکوسرو وینو په برکت زمونږ په برخه کیږي کومې چې یې دخپل دین او عقیدې دساتلو له پاره او دخپل وطن اوخاورې له حریم څخه د دفاع په لاره کې په ډیر اخلاص، صداقت، شجاعت او میړانه سره توی کړی، هغوی دغه وینې د وطن د آزادۍ لپاره په دې خاطر توی کړي چې تر آزادي وروسته به د لته د اسلام د مقدس دین دآساساتو په رڼاکې داسې یو اسلامي ملي نظام راشي چې هغه د ټولو کړیدلیو هیواد والو لپاره د هوسايي، ترقي او پرمختګ لامل شي .
د آزادي د لارې شهیدانو خپل امتحان په بریالیتوب سره ورکړ، تریالیو غازیانو هم په خپل ټول افغانې شجاعت اوغیرت سره دهیواد دآزادۍ په لاره کې پوره خدمت وکړ اوس نوبت ددې راغلی چې ولس له مونږ څخه دهیواد دآبادۍ او ترقۍ د خدمت توقع لري.
د وطن مادي او معنوي پالل زمونږ اوتاسي دفرد فرد ملي او دیني فریضه ده .
د هیواد پالنه اوس له مونږ اوتاسې څخه فداکاري او قرباني غواړي ، د سرقرباني ، تر خپلو ګټو د تیریدو قرباني ، یودبل منلو او یو دبل زغملو قرباني غواړي .
لهذا افغانې ټول ښکیل او موثر لوري او ولس باید دغې قربانۍ ته په ګډه ملاوتړي او دهوسا، خوشاله او سوکاله افغانستان جوړولو لپاره خپل اسلامي اوملي مکلفیت پرځای کړي.
داچې د افغانانو ترمنځ د ذات البیني اختلافاتو له وجې موپه هیواد کې تیر ۳۶ کاله تباهي او بربادي تیره شوې او زموږ هرڅه یې تباه اوبرباد کړي ، نور په کار دی چې له دې وروسته دهماغو تباه کوونکو اختلافاتو په پریښودلوسره دهیواد دبیارغونې ، ژغورنې او هوساینې په هوډ اوعزم سره یوبل ته د ملي وحدت لاسونه ورکړو ، لکه چې په نړۍ کې د غیرتمنو او ننګیالیو په نوم شهرت لرو همداشان نور باید د رغوونکو، ابادوونکو، پالونکو اوخپل هیواد اونظام جوړوونکو شهرت هم دځان کړو.
قدرمنو او عزتمنو افغانانو وروڼو !
دغه جوړونه اورغونه هرڅه په خپل منځی وحدت او ملي یوالي سره کیږي ، نو په کاردی تر هرڅه له مخه لومړی خپل ملي یووالی ټینګ کړو او دخپلمنځي وحدت په مټ بیاد دهیواد او ولس پرخلاف جوړشوی سازشونه او مغرضانه توطیې شنډې کړو.
داچې زموږ دښمنانو موږ له یو اوبل نه په مختلفو نومونوسره جلا کړي یو باید نور د دښمن په دغه راز دسیسو خطاء نسو او د خپل ربړیدلي ولس د هوسايي او تباه شوي وطن د آبادي په خاطر دغه ټولو خپل منځي تفرقو او اختلافونو ته دکلک افغاني هوډ په مټ د پای ټکی کښیږدو او د وطن دنیک مرغه راتلونکی لپاره یو بل ته د مشترک تعاون اومساعدت لاسونه سره ورکړو.
محترمو: دا ښکاره خبره ده چې تیرې ۳۶ کلنې ناخوالې ټولي له منځه وړل به په يو مخيزه توګه ستونزمن کاروي ، خو که زموږ دافغاني مسلماني ټولني له هریوه فردسره داسلامي ورورولي، وطن پرستي روحیه او دخود ګذري جذبه وي نو موږ کلک باور لرو چې خامخا به د الله (ج) په فضل او کرم سره پردغو ټولو ستونزو موفق اوبریمن کیږو.
داچې اوس مو په هیواد کې دملي یووالي په نوم حکومت رامنځته شوی هیله ده نوموړی حکومت د ملي یوالي په ټوله معنا او محتوای سره د هیواد والو ستونزوته نور دپای ټکی کښیږدي.
خدای دې وکړې چې نوی حکومت د افغانانو لپاره دنوي ژوند په هره برخه کې د نویو تحولاتو، بدلونونو او اصلاحاتو زیری ولري .
نوي بدلونونه او نوي بریالیتوبونه په نویو ارادو پوري تړلي ، که له نوي حکومت سره په ریښتیا، صداقت او اخلاص په هیواد کې د سولې او ثبات د تحکیم اراده وي حتماً به دلته د جګړې د ختمولو په لاره کې نوي تحولات راځي ، چې باید دافغاني لانجې ښکيل جهتونه او زموږغیور ولس ټول په نوې اراده او هوډ دیوه اوبل حمایت او ملاتړ وکړي .
همدا ډول د هیواد په قضیه کې ټول ښکيل لوري دیوبل زغملو د فرهنګ په خپلولوسره باید د هیواد دغې اوږدې غمیزې ته نور دپای ټکی کښیږدي.
افغان قضیه د افغانانو کورنۍ قضیه ده او مونږ په دې باور یو چې که د دغې قضیې ټول ذیدخله اطراف په مشترک تفاهم اوتعاون سره دهغې حل وغواړي حتما به دا کړکیچنه او مشکله لانجه حل کيږي.
نو پکار ده چې نور دقضیې ټول اطراف د نا آرامه ولس د آرامۍ او سوکالۍ په خاطر دخپلو ټولواختلافونو او شخصي مصلحتونوپه یوه طرف ته کولوسره د قضیې په حل باندې غور او فکر وکړي او په تیره بیا که دهیواد بې طرفه سیاسیون، علماء کرام، روحانیون، قومې مشران او علمي شخصیتونه په دې هکله خپل کوښښونه او جدجهد جاري وساتي هیله من یم چې ښه مثبت نتایج به ولري .
او نور باید ټول دافغاني کشالې ذیدخله لوري متوجه سي اودافغان مظلوم ولس هغه خوښې چې ددوي دمیړاني او غیرت په نتیجه کې د هیواد د خپلواکۍ له امله ورته حاصلیږي د نورو زیاتو جګړو او لانجو په سبب په غم وربدله نکړل شي .
په پای کې یو کرت بیا خپلو ټولو هیواد والو ته د خپلو ښوهیلو په وړاندې کولو سره د لوی اختر مبارکي وایم .
اخترمو مبارک شه
سرلوړی دې وي افغانستان
ژوندي اوبریالي دي وي افغانان
والسلام
ورورمو ملا اغاجان (معتصم )