کور / کیسه / دوې جنازې

دوې جنازې

دوه جنازې :
له دندې څخه د کور په لور روان شو ، په لاره کې یې څه ترکاري او لږ مېوه واخیستله ، کله چې انګړ ته ننوت ، منډه یې واخیسته او د خپلې مور لاسونه یې ښکل کړل ، مور یې د ده په سر لاس را تېر او په مخ یې ښکل کړ ، له خپلې خور څخه یې د اوداسه اوبه وغوښتې ، اودس یې وکړ او په لمانځه ودرېده ، د لمانځه له ادا کولو وروسته خور یې په یو قاب کې وچه مېوه او د شنو چایو یوه ډکه پیاله یې مخې ته کېښود ، له خپلې خور څخه یې مننه وکړه.
د چایو له څښلو وروسته ده له ځان فکر وکړ ، چې تر څه وخته پورې به یې خور د ده مخې ته چای ږدي او تر څو به د ده خدمت کوي ، په لوڼو او خویندو خو پردي کورونه ابادېږي تر قیامته پورې یې څوک په خپل کور کې نه ساتي ، مور مې هم سپین سرې ده د جامو وینځلو او ډوډۍ پخولو توان نه لري له ځان سره یې وویل اوس دې دنده هم پیدا کړه باید کوژده وکړې په همدې سوچونو کې ډوب وو ، چې د جومات ملا صاحب د ماښام اذان وکړ ، د لمانځه په نیت له کوره ووت ، لمونځ یې په جومات کې په جمع ادا کړ ،له جوماته بېرته کورته راغی ، خپل لیپ ټاپ کمپیوتر یې روښانه کړ ، تر څو یې چې یو څو فایلونه جوړول ، چې خور یې پرې غږ کړ لا لا ډوډۍ تیاره ده ، لاسونه یې ووینځل او په ډوډۍ خوراک یې پیل وکړ ، ډوډۍ خوراک یې لا نه و خلاص کړی ، چې مور یې پرې غږ کړ ، زویه ! ده ورته وویل : څه وایې مورې ! یوه نجلی مې درته لیدلې ، ده بیا وویل : څوک ده ؟ مور یې وویل : ستا د ماما لور ده ، خوښه دې ده او که نه ، ده له شرمه سترګې ښکته کړې هېڅ ځواب یې ورنه کړ ، مور یې ځان سره وویل : چې خاموشي د رضایت په مانا ده .
شپه تېره شوه دی هم په خوشالۍ د خپلې دندې په لور وخوځېده ، مور او ورور یې د ده د کوژدې له پاره د ده د ماما کور ته لاړل ، مور یې خبره پیل کړه ، ماما یې د هو په ژبه سره وخوځاوه او خپلې مېرمنې ته یې غږ هله دستمال راوړه ، د ماما مېرمنې یې دستمال سره له یوه پاکټ چاکلیټو راوړ او دوی ته یې ورکړ ، د دوی په کور کې خوشالي شوه ښځو دریاګانې وهلې خوشالۍ کولې ، چې په ناڅاپي توګه د کلا دروازه بېدرېغه ووهل شوه ، مور یې خپل لمسي ته ورغږ کړ ته ورشه ، چې د کلا دروازه څوک ټکوي ؟ کله چې ماشوم دروازه خلاصه کړه ، ګوري چې د دروازې شاته بې شمېره خلک ولاړ او
څوک کسانو د کټ پایې نیولې دي په کوم چې د ده جنازه ایښې ده ، ماشوم په منډه
منډه کورته راغی په ساه نیولي غږ یې وویل جنازه ، جنازه ، مور په وارخطایي ور منډې
کړې ګوري چې زوی یې په خپلو وینو لمبېدلی په کټ کې پورت دی ، چیغې یې کړې ، په
زوی مې څه شوي ؟ د دفتر د همکارانو له ډلې څخه یوه ورته وویل ، چې نن زموږ دفتر ته
ځان مرګي برید کوونکي را ننوتل له بده مرغه په دې پېښه کې ستا زوی خپل ژوند له لاسه ورکړ ، د دې خبرې په اورېدو سره درز شو مور یې په ځمکه پرېوته او د زوی له جنازې سره یوځای د دې جنازه هم له کوره بهر شوه .
لیکوال : عطا محمد میاخېل د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي استاد