کور / خبرتیا او پيغامونه / د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې غونډې خبرتیا

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې غونډې خبرتیا

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د غړو د پام وړ !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې چهارشنبې ورځې د غونډې د کره کتنې لپاره دشاعرې او لیکوالې وږمې فضلي شعر غوره شوی ده.
په دې شعرونو لیکواله او شاعره آغلې شفیقه خپلواک لیکلی نقد اوروي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړیږي.
دا رازپه غونډه کې آزاده مشاعر هم کیږي .
د کره کتنې لپاره د وږمې فضلي شعر:
غزل
په دې پوهیږم زما مینه نا روا ده خدایه
هره شیبه ورته کتل راته ګناه ده خدایه
له ګناه مړه یم په یوه نظر یې سا راکوي
هر یو نظر یې راته درد دی او سزا ده خدایه
د هرې سا سره یادونه یی په زړه وریږی
د هغی یاد سره ملکري مې ژړا ده
خدایه لاسونه تاته اوږدومه ماته صبر راکړ ه
ګنې نو لاره دژوندون رانه خطا ده خدایه
وږمه فضلي
په غونډه کې به د مخه ټاکل شوې موضوع په اړه لکچر هم وړاندې شيي.
په درنښت
د میرمن بهیر دارالانشآ