کور / تازه خبرونه / د ځوانانو د مطالعې د را ژوندي کولو په موخه غونډه وسوه

د ځوانانو د مطالعې د را ژوندي کولو په موخه غونډه وسوه

دځوانانو په لیکو کې د مطالعي دود راژوندي کولو په موخه لوګر کې یو علمي سیمنار جوړ شو.
دغه سیمنار چې نږدي سل تنه تنکیو ځوانانو محصیلینو،ښوونکو او یوشمیر ژورنالیستانو ورکې ګډون کړي و، دلوګر دځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولنی له لوري د محمداغي ولسوالۍ په فرهنګې مرکز کې دیوي ورځي لپاره جوړ شوي وو.
دلوګر د مدني ټولنو اتحادي مشر خان ولي احمدزی ددغه علمي سینمار پرانیست غونډي ته وویل په دی ورستیو کې دلوګر د ځوانانو په لیکو کې د مطالعي دود پنځوس سلنه راکم شوي دی. ښاغلي احمدزی دلوګر په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او دولایت مقام پر استازو غږ وکړ چې په دغه ولایت کې دثبات، امن ،پرمختګ ،یوالۍ،او د ځوانانو د علمي کچي مثبت خوځښت لپاره نه ستړي کیدونکې ګامونه پورته کړي.
ده همدا راز دلوګر دځوانانو ټولنېزي او کلتوري ټولني دغه ګام مثبت وباله او زیاته یې کړه چې دغه سل تنه ځوانان، ښوونکې او محصیلین دی په خپلو سیمو او ښوونځيو کې ځوانانو مطالعي ته راوبولي.
د سیمنار په اړه بیلا بیلو ښوونکو برابري کړی مواد له دوي سره شریک کړل اوبیا ورسته یې په ګروپي توګه د مطالعي په اړه کار وکړ.
د سیمنار ګډونوالو هم دلوګر د ځوانانو ټولنېزي اوکلتوري تولني دغه کار وستایه او ژمنه یې وکړه چې ددغه ولایت ټولو ولسوالیو او سیمو ته به ددوي دغه پيغام او تجربي رسوي.
باید وویل شي چې دغه ښوونیز او علمي سینمار دلوګر دځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولني د غړیو دحق العضویب ورکولو په پیسو جوړ شوي وو.