کور / تازه خبرونه / ملي ۱۶ کلنه لوبډله په اسيايي سياليو کي د ګډون له پاره قطر ته تللې

ملي ۱۶ کلنه لوبډله په اسيايي سياليو کي د ګډون له پاره قطر ته تللې

د افغانستان د کرکټ ملي ۱۶ کلنه لوبډله د شپاړلس کلنو په اسيايي سياليو کې د ګډون په هدف نن قطر ته لاړه.
ملي شپاړلس کلنه لوبډله، چې د دغو سياليو اتلولي له ځانه سره لري، په دغو سياليو كې به د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ له ملي شپاړلس کلنو لوبډلو سره لوبې وكړي.
د كركټ بورډ اجرايوي رئيس نور محمد مراد لوبغاړو ته د تګ پر مهال وويل، چې بايد د دغو سياليو له اتلولۍ نه دفاع وكړي.
د كركټ ملي ۱۶ کلنه لوبډله به د اكتوبر په ۲۳ مه نېټه خپله لومړۍ لوبه د ايران له لوبډلې سره ترسره كړي.