کور / تازه خبرونه / طالبان : په کندهار ښار کي مو ٢ پوليس ووژل

طالبان : په کندهار ښار کي مو ٢ پوليس ووژل

وسله وال طالبان په خپله يوه ويب پاڼه کي ليکي چي په کندهار ښار کي ئې په يوه بريد کي دوه پوليس وژلي .
طالبان ليکي چي يادو پوليسو ته ئې مرګ ژوبله تېر ماښام ۶ بجې دکندهار ښار د څوارلسمي حوزې په سیمه کي اړولې .
طالبان ليکي چي دا بريد ئې د يوه لاسي بم په وسيله کړې چي د پوليسو تر څنګ ئې رېنجر هم خراپ کړى .
په دې اړه خپله د کندهار امنيتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.