کور / تازه خبرونه / دپاکستان پوځ وسله والو ته مهلت ورکړ

دپاکستان پوځ وسله والو ته مهلت ورکړ

اسلام اباد:دبي بي سي دخبرله مخې خیبر ایجنسۍ ځايي ادارې وسله والو ته مهلت ورکړی چې په دریو ورځو کې وسلې پر ځمکه کېږدي او ځانونه دې حکومت ته وسپاري ګنې پر وړاندې به یې سخت عملیات پیل شي.د خیبر ایجنسۍ سیاسي ادارې یوه چارواکي ویلي د یکشنبې پر ورځ په باړې او جمرود سیمو کې له چورلکو پاڼې غورځول شوې چې په کې له قبایلي خلکو غوښتل شوي د ترهګرو او د هېواد دښمنانو پر وړاندې د حکومت ملاتړ وکړي.په دغو پاڼو کې په پښتو ژبه لیکل شوي چې د خیبر ایجنسۍ باغېرته اپریدی قوم دې ترهګرو ته پناه نه ورکوي او دوی دې له خپلو سیمو په سملاسي ډول بهر کړي.پاڼو کې خبرداری ورکړل شوی چې کوم خلک سخت دریځو ته پټنځایونه ورکوي دوی به هم د هېواد دښمنان ګڼل کېږي او د دوی پر ضد به هم سخت ګامونه پورته کېږي.دا پاڼې داسې مهال وېشل کېږي چې څو ورځې وړاندې د سیمې مشرانو د یوې جرګې له لارې له حکومت نه غوښتنه کړې وه چې سیمې کې خپل عملیات ژر تر ژر ودروي او مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.د یکشنبې پر ورځ په باړې او جمرود سیمو کې له چورلکو پاڼې غورځول شوې چې په کې له قبایلي خلکو غوښتل شوي د ترهګرو او د هېواد دښمنانو پر وړاندې د حکومت ملاتړ وکړي. خو د حکومت استازي سیاسې ادارې ویلي و چې د خبرو اترو وخت تېر شوی او عملیات به تر هغې ادامه لري چې سیمه له سخت دریځو پاکه شوې نه وي.بل خوا خیبر ایجنسۍ کې د امنیتي ځواکونو له لورې د روانو (خیبر یو) عملیاتو له کبله په څلورمه ورځ هم خلک له خپلو کورنو پرېښودو ته اړ و.د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند حسیب خان وویل:د پوځي عملیاتو له کبله تر اوسه د باړې له سیمې ۱۶۴۸ کورنۍ بې کوره شوې او پېښور او نورو خوندي سیمو ته تللې دي.نوموړي وویل چې د بې ځایه شوو خلکو شمېر شاوخوا ۱۳ زره دی خو ځايي سرچینو د بې ځایه شوو شمېر تر دې هم څو چنده ډېر ښودلی دی.ځايي خلک وايي ډېری اغېزمن شوي خلک د اورکزي ایجنسۍ او باړې له لارې خوندي ځایونو ته روان دي.یاده دې وي چې څلور ورځې مخکې پوځ او نیمه پوځي ځواکونو پېښور سره تړلې په قبایلي سیمه باړه کې د سخت دریځو ډلو پر ضد د (خیبر یو) په نامه ناڅاپي عملیات پیل کړل.د امنیتي سرچینو له خولې ویل شوي چې د عملیاتو اصلي هدف د اسلامي لښکر ناقانونه ډله او نورې سخت دریځې ډلې دي.په دغو عملیاتو کې تر اوسه د نږدې ۲۴ وسله والو د وژل کېدو ادعاوې شوې ده.