کور / تازه خبرونه / د ۳۵ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړل شو

د ۳۵ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړل شو

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ ټپيان دي او ۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کندهار، زابل، اروزګان، غزني او پکتيکا

ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.