کور / تازه خبرونه / زابلیان : ولسمشر غني باید ورته ځانګړې پاملرنه وکړي

زابلیان : ولسمشر غني باید ورته ځانګړې پاملرنه وکړي

دزابل قومي مخورو په یوه لیدنه کي دولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه غوښنه وکړل چي دوی دمظلومتوب ترڅنګ دهرډول اسانتیاوو څخه محروم پاته شوي او باید په راتلونکو پنځو کلونو کي ددوی ویادو کارونه ته جدي پاملرنه وکړي؛

۱:داچي دزیاتي مودې راهیسي زابل ته دپام وړ پاملرنه نده شوې، هیله لرو چي ددولت په اداري چوکاټ کي په داخلي او بهرنۍ سطحه زموږ داستعدادونو او بشري قوا څخه کارواخستل شي ترڅو هیوادوالو ته دخدمت مصدر وګرځي.

۲: دکلات او شملزو ولسوالۍ دسرحدي نقطې ترمنځ باید دلويي لاري سړک په اساسي ډول درغولو ترڅنګ ګټي اخستنې ته وسپارل شي.

۳: دشملزو ولسوالۍ په سرحدي سیمه کي باید ودې ولایت ته ګمرک جوړ او ټول اړوند مسایل او تاسیسات يې پدې ولایت پوري وتړل شي.

۴: درې مهم بندونه بیا جوړ شي چي عبارت دخرني، ترنک او تورې څخه.

۵: داچي دزابل ولایت نفوس دامهال څه باندي یوملیون ته رسیدلی دی، ولي دمرکزي دولت لخوا ورته د۲۵۰۰۰۰ (دوه لکه پنځوس زره) نفوس حق ورکول کیږي ، دادزابلیانو په حق کي ستر ظلم دی او باید ودې مسلې ته جدي پاملرنه وشي.

۶: دزابل مرکزي زندان هیڅ تعمیر نلري او زندانیان په ډیرو سختو شرایطو کي ژوند کوي ، دمهربانۍ لمخي ورته ستاسو جدي پاملرنه غواړو.

۷:دزابل دارالمعلمین هیڅ تعمیر نلري ، هیله ده ورته پاملرنه وشي.

۸: دزابل دمیوو دانو لپاره باید سوداګریزي چاري وسنجول شي، دولسوالیو او مرکز ترمنځ سړکونه په اساسي ډول ورغول شي او دمیوو دپاره سړې خوني او دجوس فابریکې جوړي شي.

۹:صنعتي پارکونه او منظم نوي ښارګوټي باید جوړشي ترڅو خلګو ته اوسیدولو دپاره اسانتیاوي برابري شي.

۱۰: دپوهنتون جوړول اړین دي کنه پدې ولایت کي باید متوسط بیلابیل حرفوي انستتوتونه جوړشي (زرغت، حسابدارۍ، نرسنګ او دمعلمینو مرکر).

۱۱: باید په اساسي ډول دهوايي میدان او ټرمنل جوړولو چاري پیل شي ترڅو خلګو ته لانوري اسانتیاوي برابري شي.

۱۲: دزابل مرکز کلات دپاره دبرښنا سیسټم اساسي حل لاره پیداکول او خلګو دبرښنا خدمات وړاندي کول دي.

۱۳: دملي راډیو تلویزون دنشراتو پیلول اړین دي ځکه موږ یوازي راډیو لرو او پدې ولایت کي هیڅ ډول تلویزوني نشرات نشته.

۱۴: دزابل په ادارو کي پراخ بدلون او اصلاحات راوستل.

۱۵: دزابل دځوانانو دپاره وبهرنیو هیوادونه ته دزده کړي اسانتیاوي برابرول دي (یعني دبهرنیو هیوادونه ته دزده کړي بورسونه او چانس ورکړي شي) او ډیری هغه ځوانان چي لیسانس لري، باید د ماسټري او PHD دپاره وبهرنیو هیوادونه ته ولیږدول شي.

دزابل دقومي مشرانو او متفذینو لخوا