کور / تازه خبرونه / كابل چاودني د اردو ۴ سرتېري ووژلي

كابل چاودني د اردو ۴ سرتېري ووژلي

كابل ښار كې د ملي اردو د افسرانو پر كاسټر موټر د سړك غاړې ماين چاودنې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
دا چاودنه تېره ورځ اووه بجې د كابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د چهلستون په اغا علي شمس سيمه كې شوې ده.
د دفاع وزارت د چاودني تائيد کوي او وايي چي څلور د اردو عسکر ئې وژل سوي او يوشمېر نور د اولسي وګړو په ګډون ټپيان سوي دي. خو وسله وال طالبان بيا دا شمېر دوولس ښيي.