کور / تازه خبرونه / هلمند:دسرحدي پولیسو پر قوماندان ځانمرګي بریدسوی

هلمند:دسرحدي پولیسو پر قوماندان ځانمرګي بریدسوی

په هلمند کي د شپږم سرحدی زون پر قوماندان موټربم ځانمرګی برید سوی
چارواکي وايې نن سهار ۶بجې د لښکرګاه ښار د بولان په سیمه کي کله،چي د شپږم سرحدي زون قوماندان سلطان محمد محمود دفتر ته په لاره وو ،پرې ځانمرګي موټر بم چاودنه سوې
د هلمند د والي ویاند عمر څواک وايې په برید کي قوماندان ته زیان نه دی اوښتي ،خو درې تنه ساتونکي يې ټپیان سوي دي
د ده په خبره،چي په برید کي یو رنجر موتر هم ویجاړ سوی دئ