کور / تازه خبرونه / طالبان: يو سيميز پوليس راسره يوځاى سو

طالبان: يو سيميز پوليس راسره يوځاى سو

وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي د هرات ولايت په پښتون زرغون اولسوالۍ کي ئې يوه ارتباطي ملګري يو سيميز پوليس وژلى او وسلې ئې د دوى ليکو ته د ځان سره ور وړي.
طالبان ليکي چي ياد سيميز پوليس د دوى د جلب او جذب د کمېسيون له لوري د دوى سره يوځاى سوى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله اړونده چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.