کور / تازه خبرونه / مولانا فضل الرحمان له برید روغ ووت

مولانا فضل الرحمان له برید روغ ووت

کوټه: دبي بي سي د خبرله مخې د بلوچستان مرکز کوټه کې چارواکي وايي پر مولانا فضل الرحمان د برید له امله ٣کسان وژل شوي او ۱۵نور ټپیان شوي دي.بريد د پنجشنبې پر ورځ کوټه کې د جمیعت علما اسلام په یوې غونډې کې د مولانا فضل الرحمان له وینا وروسته رامنځ ته شوه.د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند جان بلیدي وویل چې دا ځانمرګی برید و.نوموړي د برید د هدف په اړه وویل “څرګنده ده چې د مولانا فضل الرحمان ګاډی په نښه شوی و نو هدف همدی و”.د پاکستان حکومتي تلویزون ویلي چې د مولانا فضل الرحمان د موټر له حالته داسې مالومېږي چې دا ځانمرګی برید و.ویل شوي برید کې د موټر یوه غاړه په بشپړ ډول له منځه تللې ده.یاده دې وي چې د پنجشنبې پر ورځ دا په کوټه کې درېیمه پېښه ده.تر دې وړاندې کوټه کې د ناپېژانده وسله والو له لوري پر یوه بس د ډزو په پایله کې ۸شیعه هزاره ګان وژل شوي او یو کس ټپي شوی و.بله پېښه د کوټې د قمبراني پر سړک را منځ ته شوه چې د چارواکو په وینا د نیمه پوځي ځواکونو پر یوه کاروان بمي برید کې دوه کسان ووژل شول او ۱۴نور ټپیان شول.د سیمې د پولیسو چارواکي عمران شیخ ویلي د چاودنې هدف د نیمه پوځي ځواکونو د ګزمې ګاډي وو خو دوی ته په برید کې زیان نه دی رسېدلی او مرګژوبله لارویانو او د نږدې دوکانونو کارکونکو ته اوړېدلې ده.