کور / اسلامي / په رښیتني مؤمن به د قيامت ورځ لنډه وي

په رښیتني مؤمن به د قيامت ورځ لنډه وي

يخفف علی المؤمن حتی يکون عليه کالصلوة المکتوبة (رواه بيهقی فی البعث والنشور)
په رښتيني مؤمن به دا ورځ داسې لنډه او آسانه شي لکه د يوه فرض لمونځ په شان .
تشريح : د قيامت ورځ د قرآن او حديث نه معلوميږي چې د پنځوس زره کالو وي خو دا ورځ به په رښتیني مؤمن لنډه او آسانه وي لکه د يوه فرض لمانځه وخت .
اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندې وي
– سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي’ لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ .(بخاري او مسلم).
اووه کسان دي چې هغوی ته به الله تعالی د خپل (رحمت) سیوري کې په داسې ورځ ځای ورکړي په کومه ورځ چې به د هغه سیوري نه غیر بل هیڅ سیوری نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چې په ځوانی کې د الله تعالی عبادت کوي ۳- هغه څوک چې د هغه زړه جوماتو سره تړلی وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چې یو لمونځ آدا کړي د بل په فکر کې وي) ۴- هغه دوه کسان چې دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځکې محبت وي ، هم په دغې د هغوی يو ځای کېدل وي او هم په دغې د دوی بېلوالی وي ۵- هغه کس چې يوه ښايسه شريفه ښځه یې خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووایی چې زه د الله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چې په داسې پټه طريقه صدقه ورکړي چې بل لاس ترې هم خبر نشي ۷- هغه کس چې د الله تعالی ذکر په یوازېتوب کې وکړي او اوښکې یې وبهيږي (یا په پټه کې د خپلو ګناهونو په یادولو د الله تعالی له ويرې وژاړي يا د شوق او محبت له وجهې د ذکر پر وخت پټ وژاړي.

کوم سړی چې غواړی دقيامت د ورځې له سختيو نه وساتل شي
من سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چې غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتي نو هغه ته پکار دي چې ، هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا یې قرض بالکل معاف کړي.