کور / تازه خبرونه / افغانستان، پاكستان ته په ۱۰ ويكټو ماته وركړه

افغانستان، پاكستان ته په ۱۰ ويكټو ماته وركړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاكستان د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې ته په ۱۰ ويكټو ماتې وركړه.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د پاكستان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
د پاكستان د كركټ ۱۹ كلنې لوبډلې ۳۲ اعشاريه ۲ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۳۲ منډې هدف كېښود، خو د باران له كبله دغه هدف د ډي اېل پرېكړې پربنسټ ۲۲ اورونو او ۱۰۲ منډو ته راښكته شو.
د افغان د كركټ ۱۹ لوبغاړو له ډلې د پيل لوبغاړو ښه لوبه وكړه او په ۱۵ اعشاريه ۴ اورو كې يې دغه هدف پوره كړه.
د افغان لوبډلې له ډلې حضرت الله ځاځي ۶۶ او شاهدالله ۳۳ ناسوځېدلې منډې وكړې.