کور / تازه خبرونه / کندهار : د جنوب غرب زون فوټبال سيالۍ پيل سوې

کندهار : د جنوب غرب زون فوټبال سيالۍ پيل سوې

په کندهار کي د جنوب غرب زون فوټبال سيالۍ پيل سوې .

نن چهار شنبه کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د کندهار هلمند ، نيمروز زابل او ارزګان ولاياتو تر مينځ د فوټبال سيالۍ پيل سوې .

د مهال ويش سره سم نن روزګان د زابل سره او کندهار له نيمروز سره لوبه ترسره کړه چي په نتيجه کي زابل د روزګان څخه 2-0 او کندهار د نيمروز څخه 1-0 لوبه وګټل .
د کندهار څخه فيض محمد فيضي ګول ولګوئ

پدې سيالۍ کي لوبډلي په دوو ګروپونو ويشل سوي چي په A ګروپ کي کندهار ،هلمند او نيمروز په B ګروپ کي زابل او روزګان ځاى لري .

ټاکل سوې سبا پنج شنبې روزګان د زابل سره او هلمند د نيمروز په وړاندي لوبي ترسره کړي .