کور / تازه خبرونه / پوځ: دشمالي وزيرستان عمليات بريالي دي

پوځ: دشمالي وزيرستان عمليات بريالي دي

پېښور:په خیبرايجنسۍ کې دجنګي الوتکو په بمباریو کې ۴۱ وسله وال وژل شوي دي .جنګي الوتکو په سپین قمر سیمه کې د وسله والو پرضد بمباریو او دپوځیانو دعملیاتو په وخت ۲۱ وسله وال ووژل شول .په خیبر کې دپوځیانو اووسله والو ترمینځ په جنګونو کې اته (۸) حکومتي عسکر هم وژل شوي دي .دغه ټول وژل شوي دلشکر اسلام ډلې غړي دي .په وژل شویو کسانو کښې دلشکر اسلام ډلې دمشر منګل باغ زوی هم شامل دی خو امنیتي سرچینو دمنګل باغ د زوي وژل نه دي تايید کړي له بله خوا دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وييلي دي چې د” ضرب عضب” په نوم عمليات پربرياليتوب سره روان دي تر دې مهاله دغو عملياتو کې يوولس سوه(١١٠٠) وسله وال وژل شوي دي. هغه تور ولگاوه چې دشمالي وزيرستان دعملياتو له پيل کيدو څخه که څه هم افغانستان ته خبر ور کړل شوى ؤ خو دافغانستان له لوري مرسته ونه شوه بلکې ستونزې لا شته اؤ زياته يې کړه چې دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو مشر مُلا فضل الله اؤ دهغه ملگروځايونه دي اوله هغه ځايه بريدونو خبرونه هم ترلاسه کيږي خو دهغوي دعملياتو ختمولو، نيولو، وژلو يا پاکستان ته دسپارلو لپاره هيڅ هم نه دي شوي.