کور / تازه خبرونه / نیلوفر توپان: کراچۍ او شاوخوا کې بېړنیز حالت اعلان شوي

نیلوفر توپان: کراچۍ او شاوخوا کې بېړنیز حالت اعلان شوي

کراچۍ: دبي بي سي د خبرله مخې په عرب سمندر کې پورته شوی سمندري توپان لا هم د پاکستان ساحلي سیمو ته نه دی رسېدلی، خو پاکستاني چارواکو د احتیاطي تدبیر په توګه کراچۍ او د بلوچستان ساحلي سیمو کې بېړنیز حالت اعلان کړی.د پاکستان هوا پېژندنې ادارې په وینا دغه سمندري توپان دا مهال له کراچۍ نه ۸۰۰کیلومترۍ کې او له ګوادر نه په ۶۶۰کیلومترۍ کې موجود دی.چارواکي وايي داسې احتمال شته، چې د پاکستان ساحلونو ته له رسېدو مخکې د توپان زور تر ۵۰سلنې پورې لږ شي.د سند ایالتي اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن په وینا د احتیاطي تدبیر په توګه به د پنجشنبې په ورځ کراچۍ کې ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې تړلې وي.د نوموړي په وینا حکومتي ادارې د تیارسئ حالت کې دي، روغتونونو کې بېړنیز حالت نافذ دی او ساحل کې د خلکو په ګڼې ګوڼې بندیز لګول شوی دی.د نوموړي په وینا ولس ته ویل شوي چې له ساحلونو لرې و اوسي او دغه راز کب نیونکو ته هم لارښوونه شوې، چې باید سمندر ته له کوزېدو ډډه وکړي. نوموړي وویل:’ له تاسې نه غوښتنه کوو، چې د کراچۍ ښار او شاوخوا سیمو اوسېدونکي سمندري ساحلونو ته له تلو ډډه وکړئ.’