کور / تازه خبرونه / زابل: درسنیوخپلواک مرکزفعالیت پیل کړ

زابل: درسنیوخپلواک مرکزفعالیت پیل کړ

په زابل کې د رسنیو او خبریالانو تر منځ د همږغۍ د زیاتوالی او پرمختګ په موخه پدې ولایت کې د رسنیو خپلواک مرکز په فعالیت پیل وکړ
دغه مرکز چې د مسوولینو په خبره یې د ټولو دولتي او نا دولتی رسنیو استازي به پکي برخه وال وی له دولتي ادارو سره د همږغۍ د زیاتوالي هڅه وکړي.
د زابل والي محمداشرف ناصري د دغه مرکز د پرانیستي پر مهال خوښي وښوده چې په دې ولایت کې د رسنیو خپلواک مرکز په فعالیت پیل وکړ
نوموړي وویل چې د رسنیو د فعالیت پيل دی چې لا پر پښو ندي ولاړ خو دولت به هڅه وکړي چې دغه مرکز پیاوړی کړی تر څو د نورو ولایتونو د مطبوعاتي مرکزونو په څېر دا مرکز هم پیاوړی شي
د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ هم د خپلو خبرو پر مهال پدې ولایت کې میشتو د رسنیو استازو ته د همکارۍ ژمنه ورکړه او زیاته یې کړه چې د ټولو امنیتي پيښو د شریکولو په اړه به د رسنیو له خپلواک مرکز سره همکارۍ ته دوام ورکړي
امنیه قومندان وویل چې رسنۍ په دولتی پرمختګونو کې مهم رول لری او له لاري یې د دولت او ولس تر منځ اړیکي پياوړي کیږي
د زابل د رسنیو د خپلواک مرکز رییس احمدولی سرحدي وايي چې دا مرکز ددې ولایت د ټولو خبریالانو د راټولیدو مرکز دي او له لاري به یې هڅه وشي چې د خبریالانو کاری وړتیاوي ورسره زیاتی شي.
دده په خبره چې تر دې وړاندي په زابل کې د بیلابیلو رسنیو استازو په یواځي توګه کار کوی خو ددې مرکز په مرسته یې به کارونه همږغۍ شي او د دې ولایت پيښو ته به ښه انعکاس ورکړی شي.
نوموړي له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه چې باید له رسنیو سره همکاري زیاته کړي او خبریالانو ته معلوماتو په ورکولو کې موجودې ستونزي له منځه یوسي
د دې ولایت د اطلاعاتو رییس عبدالمقیم افغان وايي چې د رسنیو د پرمختګ یواځینۍ لاره د خبریالانو تر منځ یووالی دی او د دوي ریاست به پدې اړه خپلې ټولي هڅی وکړي
افغان ددغه رسنیز مرکز په جوړیدو کې د ټولو خبریالانو له هڅې څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید د یووالی لپاره خپلې هڅي لا زیاتي کړي
په زابل کې د رسنیو خپلواک مرکز پداسي حال کې په فعالیت پيل کوي چې په روان کال کې په ټول هېواد کې د رسنیو پر وړاندی ستونزي زیاتي شوې او یو شمېر خبریالان وژل شوي دي