کور / تازه خبرونه / د درو وسله والو په خپل ماين کي د وژلو ادعا وسوه

د درو وسله والو په خپل ماين کي د وژلو ادعا وسوه

د ميوند ولسوالۍ په اخندزاده کارېز سيمه کي درې وسله وال مخالفين چي غوښتل يې د سړک غاړي ماين ځاى پر ځاى کړي، د خپل ماين د چاودني له امله ووژل سول.
داراز ملي پوليسو د وسله والو مخالفينو د يوې شل کسيزي ډلي قومندان نيولى دى. ملي پوليسو تېره ورځ ماپښين مهال د کندهار د نهمي امنيتي حوزې اړوند په کوتل مورچه کي د وسله والو مخالفينو يو قومندان سعدمحمد د پيرمحمد زوى نيولى دى. ياد قومندان په هلمند او کندهار کي د ٢٠ تنو وسله والو مشري پر غاړه درلوده.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.