کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني ١٠ اولسي وګړي ټپيان کړي

د ماين چاودني ١٠ اولسي وګړي ټپيان کړي

په بایسکل پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له امله ۱۰ تنه ملکیانو ته ژوبله اوښتې.
د لغمان ولایت د مرکز اړوند په عصمت څلور لاري کې په یو بایسکل پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له امله ۱۰ تنه ملکي وګړیو ته ژوبله اوښتې.
ټپیان ټول دا مهال د لغمان د عامې روغتیا روغتون د درملنې په موخه استول شوي چې د دوه تنو روغتیايي حالت په کې نازک دی.
د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه رالېږلي سوي خبرياڼي دا کار د وطن د دوښمنانو بللى خو خپله يوې ډلي هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.