کور / تازه خبرونه / د يوه باندني عسکر د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د يوه باندني عسکر د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د باندنيو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږله سوې خبرپاڼه ليکي چي، د دوى يو عسکر وژل سوى. خبرپاڼه ليکي چي دا عسکر د افغانستان په ختيځ کي په يوه غېر رسمي سفر کي وژل سوى خو نور نه دي ويل سوي چي هغه په څه شي وژل سوى.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي عسکر د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.