کور / تازه خبرونه / د نړۍ په ګوټ-ګوټ کي د میليارډرانو شمېر زیات سوئ

د نړۍ په ګوټ-ګوټ کي د میليارډرانو شمېر زیات سوئ

د Wealth-X څېړنیز مرکز او د UBS سویسزرلېنډي بانک د یوه راپور له مخي د نړۍ په ګوټ-ګوټ کي میلیارډران ۷ سلنه زیات سوي او شمېر يې ۲۳۲۵ ته رسېدلئ دئ. علاوه پردې میلیارډران د تېر کال په پرتله ۱۲٪ ډېر شتمن دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کي تر ټولو زیات میلیارډران اوسیږي. په چین کي د میلیارډرانو شمېر ۱۹۰ دئ او په درېیم ځای کي انګلستان راځي چي ۱۳۰ میلیارډران پکښي ژوند کوي. نړیوال اقتصاد یو له دغه ستونزي سره مخ دئ چي د شتمنی نابرابري ورځ تر بلي ډيريږي، له یوې خوا که اکثریت اسیايي او افریقايي هیوادونو د بې وزلو غریبانو ډک دي، له بلي خوا د نړۍ د اقتصاد لویه برخه د نړۍ نفوس ته په کتو د لږو کسانو په لاس کي ده.
ښکاره خبره ده چي د پيسو درلودل حتمي خوشحاله ژوند چاته نه ور په برخه کوي.
اکثریت شتمن د خپلو امکاناتو سر بېره د ښې کورنۍ، خوشحاله ژوند او دوستانه چاپيريال په ارمان دي.