کور / هراړخیز / دزابل دولایتي شورا ترمنځ په ټاکنو کي تجارت؟

دزابل دولایتي شورا ترمنځ په ټاکنو کي تجارت؟

زه تنها په تنهایې کي تنها خوښ یم
ته تنها په تنهايې کي تنها راسه
درنو همږغو ملګرو او پتمنو وطنوالو درنښت !
د ټاکنو په روان بهیر کي د ولایتي شورأ پائیلي اعلان سوي دي ټاکل سوی چی د شنبي په ورځ د ولسي استازو یا د زابل ولایت د ولایتي شورأ د غړو د سوګند اخستلو یا د لوړي مراسم تر سره سـې له لوړي وروسته به انشاالله د څو ورځو په اوږدو کي د زابل د ولایتی شورأ د نهه تنو غړو له مینځ څخه دوه تنه و مشرانو جرګی ته د زابل ولایت د استازو په توګه پلازميني کابل ته ولاړسي او د پاته نورو غړو تر مینځ به د ولایتي شورأ لپاره د مشرتابه هیئت د ولایتی شوراګانو دټاکنو د طرزالعمل یا ځانګړی تګلاری له مخی وټاکل سي دا چی زه هم د یادو نهو تنو غړو د مینځ څخه د ولس قانونی استازی ګڼل کیږم او د ټاکنيزو سیالیو پر مهال مو د فساد او اختلاس د مخنیوی، د يوالي په چوکاټ کي د حکومت او ولس ترمينځ د واټن دکمیدو ، د پوهنيز بهیر د پیاوړتیا، د روغتیایی خدمتونو د سمون ، د ښاري او کلیوالو ځوانانو د همږغی او د ورزش د ودی په برخه کي د ټولنیزو خدمتونو ژمني کړي وي او هيله مند وو چي د نویو روڼ اندو ځوانو استازو سره په همږغی به روانو ناخوالو او ستونځو ته د هوارولو لاري چارې لټوو او تر یو بریده به په ستونځمن روان حالت کي بدلون راولو
خو له بده مرغه د ولسی استازو تر مینځ د چوکیو د ترلاسه کولو په موخه د رایو پلورلو او پیریدلو ناهیلی کړي یم او بیرته می د تیرو څو کلنو په څیر ځان یوازي وګاڼه او کیداي سی بیا هم …… ځکه د پخوا په پرتله د ولایتی شورا د اوسنیو غړو شتون راته اغیزمن نه ښکاری پیرودل سوي غړی به ځان ښاغلی ګڼي او پلورل سوی…… چی د خپل ولس رایه یی په څو لکه پاکستانیو کالدارو خرڅه کړی وي د کار او خدمت جوګه نه بلل کیږي د ولایتی شورا د حکومتی نظام او ورسره د ټاکنو حیثیت خو بیخی تر سوال لاندی دی ځکه چی د کلات په کوچنی ښار کي د سناتورانو په نوم دوه تنه ښاغلی د ولایتی شورأ د ځینو وړو غړو د اخستلو په موخه د تجارو څخه پیسی یا تجارتی بادام په سود اخلی تر څو د اخستل سويو استازو غاړه ور وباسي او د ټاکنو په ورځ د سناتوری رایه ورکړي چی د څو ورځو راهیسی د کلات ښار پر هر هوټل، مسجد …. ګرم مجلسونه د رایو د خرڅ موضوع وي تر ټولو زورونکی خبره لا دا چی یو دروند قوم چی دوه استازي ئې لرل دواړو خپلی رایی د څو لکو پاکستانیو کالدارو په بدل کي خرڅی کړي دي…………؟
پاته دي نه وی چي ځینی حکومتی واکمن هم بی پري نه دي ناست د تیر په څیر خپل استازي غواړي تر څو يې ګټي سره خوندي واوسي….؟
د مخنیوی لاری چاري.
که څه هم ملګري تیار وو او دي چی یو شمیر وکيلان واخلی تر ټولو اسانه کار دی د وکیلانو صاحبانو قیمت خورا لږ ټاکل سوي دی له شلو لکو پاکستانیو کالدارو څخه تر پنځه پنځوس لکو کالدارو پوری خو د یو انسان چی بیا د ولس د استازیتوب جوغه ئې هم پر سر ایښي وی او خریداري کیږی روزونکی وي دیادی دلالی د مخ نیوی په موخه لمړی د کاکړو ستر قوم دی خپل تاریخ ته په کتو د خپلو استازو خرڅیدل وغندی او مخ نیوی دي وکړی د خاموشی په صورت کي د قوم دایمی پيغور او یوازیتوب د داسي عظیم او پتمن قوم لپاره راته زورونکي ده
(۲) حکومتي څارګري څانګی دي دراتلونکی بی نظمیو د مخنیوی په موخه ځان مکلف وګڼي او د یادی نامشروع لړۍ کنترول دي خپل حق وګڼي د ولس د درایو دی درنښت وکړي….؟
(۳) معدني فعالان دي هم خپل مسؤلیت تر سره کړي موږ په خپله برخه کي مسؤلیت تر سره کړی اوس ئې ستاسو مسؤلیت ګڼو او هيله ده خپل ږغ پورته کړی تر راتلونکی دوشنبی بیا هم وخت لری…..؟
(۴) رسنی تر ټولو ستر مسؤلیت په غاړه لری د مستندو اسنادو د ورکولو په برخه کي ژمن یو…..؟
یادونه: که د حکومت د څارګرو څانګو ، د مدني ټولنو استازو د پاڼی د درنو لوستونکو یا د رسنیو د محترمو استازو د روانی بدنامي موضوع د سپيناوي په موخه تفصلی او مستندو اسنادو ته اړتیا وي د سمون په موخه همغاړی یو ……؟

لیکوال : محمدداؤد ګلزار
دزابل دولایتي شورا بریالی نوماند

یادونه: دالیکنه په لراوبر ویب پاڼې پوري هیڅ تړاو نلري، دلیکوال خپل نظر دی