" /> " /> " /> " /> كندهار: ارغنداو ونيول سو، د طالبانو لټون روان دئ – وېډيو  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / كندهار: ارغنداو ونيول سو، د طالبانو لټون روان دئ – وېډيو video

كندهار: ارغنداو ونيول سو، د طالبانو لټون روان دئ – وېډيو video

د كندهار والي اسدالله خالد په يوه مطبوعاتي كنفرانس كي وويل د ارغنداو په دوه ورځنيو عملياتو كي د سلو په شاوخوا كي طالبان مړه او ټپيان سوي دي.
د والي په وينا په سيمه كي اوس جګړه درېدلې خو د طالبانو په لټون پسي د ملي پوځيانو عمليات لا اوس هم روان دي.


 اسدالله خالد رسنيو ته وويل :




طالبانو درې ورځي مخكي د ارغنداو ولسوالۍ ډېره برخه له دولت څخه لاندي كړې وه او پر كندهار يې د يرغل پلانونه جوړول.
د ملي دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظيمي وايي د ارغنداو ولسوالي په علمياتو كي د افغانستان لوى درستيز بسم الله خان هم ګډون درلود.
په دې عملياتو كي د ملي پوځ د دوو عسكرو د وژني خبر هم وركړل سوى دئ.
بلي خوا ته د ارغنداو ولسوالي اوسېدونكي هم په سيمه كي د جنګ د درېدو پخلى كوي، خو وايي چي په هوا كي الوتكي او پر ځمكه بهرني او افغان پوځيان اوس هم په ډلو ډلو ګرځي.
رويټرز آژانس هم د طالبانو د يوه سيمه ايز قومندان له خولې له ارغنداو څخه د وتلو خبر وركړى دئ.