کور / کره کتنه / ایکسرپریس واله وګټه که وبایله؟

ایکسرپریس واله وګټه که وبایله؟

ایکسرپریس واله وګټه که وبایله؟

کله چې څو کاله وړاندې د حضرت محمد ص کارټونونه دنمارک کې چاپ شول نو طارق رمضان چې د اخوان المسلمین د بانې لمسی او اکسفورد پوهنتون کې پروفیسر دی د دنمارک مسلمانانو یوه غونډه کې وپوښتل شو چې څه وکړو؟
د ده ځواب دا و چې زمونږ ټولو احساسات یې ټپي کړي خو چوپتیا او کیسه کې یې نه کیدل غوره لاره ده مه انځورنونه ګوری او مه یې په هکله خبرې کوی دری میاشتې تیرې شوې هیڅ څه پیښ نه شول. دری میاشتې وروسته د مصر (حسني مبارک حکومت) ، اردون، سوریه او ځینو نورو عربې دیکتاتورو هیوادو سفیران غوښتل د دنمارک له لومړی وزیر سره وګوري تر څو هغه په قانون کې تغیر راولي تر څو دا کار بیا تکرار نه شي. لومړي وزیر دا خبره تر وس وتلې ګڼلې له دوی سره یې هیڅ ونه کتل. سفیران چې خپلو هیوادو ته لاړل نو دیکتاتورانو ددې لپاره چې ځانونه خلکو ته د اسلام خواخوږي ښکاره کړي دا خبره مطبوعاتو ته وایسته او مظاهرې پیل شوې.
د مصر اخوا نیان بندې خانو کې نه ځایدل ځکه هغوی اسلام غوښت خو د مبارک حکومت خلک مظاهرو ته هڅول !
د کارتون جوړونکې هدف همدا مظاهرې او مسلمانان پارول.
څو ورځې مخکې یوه ځوانکې هلک ددې لپاره چې په اروپا کې قبول شي نو کابل کې یې یوې ورځپاڼې ته داسې یوه لکینه ولیګه چې د مسلمانانو زړونه یې پرې ودردول. د لیکوال او اخبار واله سره د غرب کې د قبلیدو غم و نه د خلکو د زړونو. لیکنه چاپ شوه د خلکو غبرګونونه پیل شول مظاهرې وشوې… حکومت یې د نیولو امر ورکړ خو اخبار واله پښې سپکې کړې خپله لیکوال لا د مخه اروپا کې میشت دی.
کله چې دوی دواړه غرب کې د پناه اخیستو غوښتنه کوي نو هغوی ترې دلایل غواړي چې ریښتیا هم ددوی ژوند په خطر کې دی که نه. د ثبوت لپاره چې کوم مفت غیر ارادي کمپین په ټولنیزو پاڼو او مظاهرو کې ورته وشو ددوی لپاره تر اړتیا هم ور اوښتې ډیر ثوبوتونه په لاس ورغلل.
هغه شرعي حکم به یې یوې خواته پریږدو لیکوال په خپله لیکنه د ډیرو خلکو زړونه وځورول. دا یو بشري خیانت دی. افغان اولس به د غربت ژوند لري خو له الله پاک سره یې مینې ته توهین کونکې ددوی زړه آزاروي.

دداسې لیکنو په خلاف چوپتیا ددوی په تاوان ده. په هکله یې ډیر غالمغال ددوی په ګټه. له لیکنو یې هدف د خلکو غږ پورته کول او ددوی لیکنې ته پام اړول دي. کابل ښار او نورو ځایو کې چې څه مظاهرې وشوې هغه ټولې د لیکوال په ګټه تمامې شوې. دوه تنو په زرهاو تنه د خپل هدف لپاره وکارول.

داسې ښکاري چې د امان الله خان راهیسې زمونږ د اولس اسلامي پاک احساسات باندې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د چفتارو اشخاصو، ټولنو، استخباراتې ډلو …له خوا لوبې کیږي او ګټه ترې اخلي.

د ښکلې نبې حضرت محمد ص په هکله به دومره ووایم چې هغه د ټول عالم لپاره رحمت و، دی او وي به. که د نبې علیه سلام تعلیمات نه وی نړی به اوسني پرمختګ ته نه وی رسیدلې . اروپا به تر اوسه په تیارو کې وه. دا چې مسلمانانو ونه کړی شوی هغه طلایې دور سلسلې ته تر نن پورې ادامه ورکړي خپله د مسلمانانو ټمبلي ده. ددغه ټمبلۍ له لاسه مسلمانان په اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او تخنیکې ډګرونو کې وروسته پاتې دي. دا ټول بیا یو احساس د محرومیت پیدا کوي. همدا ډول احساس چې له تحمل ووځي یوه ډله تاوتریخوالي کې غواړي د زړه بړاس وباسي د هر څه ملامتي په غرب کې لټوي خپله ده، دده ملګرو او پخوانیو هیڅ کوتاهي نه ده کړې. بله ډله بیا ملامتي په اسلام ور اچوي. جالبه داده چې د دواړو ډلو تر شا په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه غربې حکومتونه او تجارتي کمپنۍ وي او دوی د ځانګړو موخو لپاره کاروي.

د مسلمانانو د مشکلاتو حل د هره یو په په فردي هڅو پورې اړه لري. چې هر یو د اسلامي تعلیم په رڼا او ساینسي پوهې په تر لاسه کولو سره یو ګل شي بیا به هرچیرې د مسلمانانو ټولنه لکه د ګلانو باغ داسې ښکلې او جذابه ښکاري.