کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ‘پرتوګ ورڅخه کش کړه..’

‘پرتوګ ورڅخه کش کړه..’

هلکان د مسجد د درس څخه رخصت سول. زياتره يې د مامتې پر لور ولاړل او هلته يې لوبي کولې. چا بيجلي، چا مردکي، چا توپ ډنډه، چا وار ويشتنګی او چا د خورما په دانو د جوغ جوغ لوبه کوله. په دغه وخت کي نعره سوه: «هلئ جنګ دی.»

زه هم د راټولو سوو هلکانو تر پښو ورتېر سوم او ومي ليدل چي د موټروان عبدلرازق استاذ د زوی خانو او د زقوم د زوی ننګو سره حملې دي.

زموږ کور د خانو او ننګو د کورونو تر منځ ؤ. دا چي دوی دواړه تقريبا زما په څېر د څلورو پنځو کالو ول نو مي ورسره زيات وخت لوبي کولې. کله به ورسره شريک وم او کله به مي ورسره کاټي وه.

د خانو مور د غالبوزي (غومبسې) په نېښ وفات سوې وه. خلکو ويل چي حساسيت يې درلود. د ننګو پلار زقوم بیا د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوی ؤ او هغه اوس د نيکه او انا سره اوسېدی. په دې توګه يو د مور لخوا او بل د پلار لخوا يتيم ؤ.

د خانو مخ ټول د ننګو د تېره نوکانو په موګاچو تک سور سوی او څو ځايه په وينو سوی ؤ. خو خانو بيا هم ننګو تر ورېښتانو ټينګ نيولی ؤ. راټولو سوو هلکانو ته البته د دغو دوو يتيمانو جنګ یوه ننداره وه او پر هغوی به يې د تشويق نعرې وهلې چي «ويې واهه، راچپه يې کړه، مه يې پرېږده…». خو دا چي خانو او ننګو لا ډېر کوچنيان ول نو دواړه ډېر ژر ستومانه سول او حرکات يې هم سُست سول.

راټولو سوو نسبتا لويو هلکانو ته د جنګ دغه سُستوالی د زياتي دلچسپۍ وړ نه ؤ او غوښتل يې چي جنګ ورته بېرته دلچسپه سي. ښايي همدا وجه وه چي د راټولو سوو هلکانو څخه يو چا نعره کړه: « پرتوګ ورڅخه کش کړه.»

اوس چي د افغانستان وضعې ته ګورم نو د ننګو او خانو د هغه ورځي جنګ مي را په ياد سي. فرق يې صرف دا دی چي خانو او ننګو په خپلو پنځو کالو عمر بيا هم دومره حيا او عقل درلود چي د بهر څخه د « پرتوګ ورڅخه کش کړه» د نعرې وروسته يې خپل جنګ ودراوه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه