کور / خبرتیا او پيغامونه / د وحيد پر مرګ د کندهار والي پيغام

د وحيد پر مرګ د کندهار والي پيغام

په خواشينۍ سره خبر سوم چي د مسلمانانو، هېواد او افغانانو دښمنانو د کندهار د ميرويس لېسې مدير حاجي وحيدالله احمدي او د ملي پوليسو یو عسکر وژلي انا لله وانا اليه راجعون
نن سهار څه باندي اته بجې د ميرويس لېسې مدير حاجي وحيدالله احمدي د وسله وال برید په پایله کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
حاجي وحيدالله احمدي د حاجي احمدخان زوی وو چي په ۱۳۶۳ کال کي د کندهار په ۵ ناحيه کي زېږېدلی وو. نوموړی په ۱۳۸۴ کال کي له ميرويس خان نيکه لېسې څخه فارغ سوی او په همدې کال کي د يادي لېسې د سرمعلم په توګه وټاکل سو. د ۱۳۸۶ کال د ميزان مياشتي پر ۲۳ نېټه د دې لېسې د سرپرست مدير په توګه ټاکل سو او په ۱۳۹۰ کال کي د ازاد رقابت له لاري د دې لېسې د رسمي مدير په توګه مقرر سو.
بل خوا د ملي پوليسو یو سرتېری د لوی محبس شا ته پر لاري وو چي د وسله وال بريد په پایله کي وژل سوى.
کندهار ولايت يادو کسانو د فردوس جنت، دوستانو او اهل بيت ته د الله تعالی له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام په دغه درانه او ژور غم کي ځان شريک ګڼي او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي.