کور / هراړخیز / د استرالیا،اندونیزیا او ترکیېپه اوبو کې دافغانانو دډوبېدو بدمرغه لـړۍ

د استرالیا،اندونیزیا او ترکیېپه اوبو کې دافغانانو دډوبېدو بدمرغه لـړۍ

هغه وخت چې شوروی اتحاد او ختیځ بلاک به واک کې وو، ځینو خلکو او په تېره بیاځوانانو دا هیله درلوده چې یو ځلې لویدیځ ته لاړ شي، یا وتښتي هلته سیاسيپناه واخلي.
یو وخت په ختیځه جرمني کې د څلورو ځوانانو داسې ډله نوموټې شوه چې د (چتر)په واسطه به الوتل. دوی به د باد له لوري سره سم، له یوې جګې ودانې یا غرهڅخه ځانونه وغورځول، د چتر په واسطه به زر- دوه زره متره والوتل او بیا بهورو په یوه مناسب ځای کې ځمکې ته ښکته شول.
په 1987 کال کې دې ځوانانو د ختیځې جرمني په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې دالوتلو نندارې جوړې کړې او په پای کې یې داسې یو وخت او ځای وټاکه چې دلویدیځې جرمني پولې ته نژدې و او باد له ختیځ څخه لویدیځ ته الوت.
په ټاکې ورځ دا ځوانان په داسې حال کې چې په زرګونو خلک نندارې ته ولاړ وو، دخپلو دوو چترونو په واسطه له ختیځ څخه لویدیځ ته واوښتل او په تاریخ کې یې دهوا له لارې د تېښتې ریکارډ ثبت کړ!
په هغه ورځو کې لویدیځو رسنیو ولیکل چې څلور ځوانان له ختیځ جنت څخه لویدیځدوزخ ته وتښتېدل! او دا ځکه چې شوروي بلاک او د ختیځې جرمني رسنیو د (لویدیځ)دومره بد ویلي وو چې دوزخ غوندې ښکارېده!
له دې پیښې څخه ځو کاله وروسته شوروی اتحاد او سوسیالیسټی بلاک ړنګ شول، دبرلین نامتو دیوال له منځه لاړ چې دا ده په دې اونۍ کې یې د نړېدو پنځهویشتمه کلیزه په ډېره پرتمینه توګه ولمانځل شوه. جرمني یو هېواد شو او دپخواني سوسیالیستي بلاک هېوادونو دومره پرمختګ وکړ چې که ځینې ځوانان د کارپه تمه او قانوني لویدیځ ته ځي، ځي به؛ خو نور د تېښتې سوال نه پیدا کېږي اوهر څوک په خپل ځای کې خوشاله دی.
په افغانستان کې له بده مرغه پنځه دېرش کلنې جګړې، په ملیونونو خلک دې ته اړکړل چې خپل خواږه کلي او کورونه پرېږدې او نورو هيوادونو ته لاړ شی.
که سوریه په حساب کې نه راولو، افغانستان په تېرو دېرشو کلونو کې هغه هېواددی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر یا په ملیونونو مهاجر او په لکونو کورني بېځایهشوي خلک لري.
کله چې په کال 2002 کې امریکا او ملګرو هېوادونو افغانستان ته پوځونه واستولاو د (بن) د غونډې له لارې یې افغانستان ته نوې اداره جوړه کړه او د بلیونونوډالرو مرستې پیل شوې، داسې اټکل کېده چې نور به افغانان د خپل هېواد پرېښودوته نه اړ کېږي او په پخوانیو خونړیو ټپونو به ملهم کېښودل شي!
اوس له هغه وخته دیارلس کاله تېر شول او حالت داسې په مخ لاړ چې ډېر خلک لهڅکک څخه پاڅېدل او ناوې ته کېناستل!
د غیر مسلکي، نامتعهد، کاواکه، بلواکه او مصلحتي مشرتابه له لاسه ځینې خلک دنفر په سر دېرش زره ډالر قاچاقبر ته ورکوي چې له دې هېواد څخه یې صحیح اوسلامت وباسي او لویدیځ ته یې ورسوي!
څو ورځې مخکې داسې یو زړه بوږنونکی خبر خپور شو چې د ترکیې په تورسمندرګيکې، د مهاجرو افغانانو یوه بیړۍ ډوبه شوه او بیا ګڼې کورنۍ د غم په ټغرکېناستې!
په داسې یو هېواد کې چې مولوي په جومات کې د خپل هغه مقتدي په کمکي لور جنسيتېری کوي چې ده به یې لس – شل ځلې ډوډۍ خوړلې وي، خلک بې له تېښتې بله لار نهلري!
په داسې یو هېواد کې چې د دارالقضاة متولیان، چې دعدل اصلي مرکز باله شي، دخلکو ځمکې، جایدادونه او حتی نکاحې ښځې، د زور او زر خدایګوټو ته حواله کوي،ډېر خلک د ټیګېدو وس نه لري او تښتي!
البته کېدای شي چې ځینې به د هوس او ښه ژوند په تمه هم لویدیځ ته روان وي چېدا بېله خبره ده!
د ترکیې د تور سمندرګی د بېړۍ لست وایي چې دوه درې کورنۍ په بشپړه توګه دژوند له پاڼې محوه شوې. پلار، مور او ګلالي بچیان ټول د کبانو او نهنګانوخوراک شول! په ځینو کورنیو کې بیا پنځه مړه، دوه ورک او یو ژوندی دی چېدریغی نه وای پاته؛ ځکه په لویدیځ کې به د دې تش په نامه ژوندي ژوند څه وي؟
له دې مخکې هم په سلګونو افغانان د استرالیا او اندونیزیا په اوبو کې ډوبشوي دي!
په کور د ننه خو هغه دي بمونه غورځي، بې پېلوټه الوتکې عملیات کوي، ماینونهاو بمونه چوي، باړونه چلېږي، په زرګونو کلاشنکوفونه په ډزو لګیا دي، (مردار)انتحاري یا (شهید) استشهادي ځانونه وژني، په نیم وطن د وینو باران دی؛ ادارياو اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی، غله ملیونر سرې سترګې ګرځی؛ نو څوک دلته وژلکېږي او څوک په تور سمندرګي کې کبانو ته په لاس ورځي.
لکه چې د خلکو په مجالسو کې ویل کېږي اوس خو د پخواني ولسمشر د کڼو او ړندودوره پای ته رسېدلې او نوې اداره د جوړېدو په حال کې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني دې فکر وکړي چې که د ده په کور هم بمونه وغورځي او یاد فاسد قاضي له بې عدالتي سره مخامخ شي؛ نو د هېواد پرېښودو ته نه اړ کېږياو بیا دې فکر وکړي چې که د ده او رولاغني ګران اولادونه په تور سمندرګي کېډوب شوي وای، ده به څه حال درلود؟
خلک وایي چې ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وی. ولسمشر دې یقین وکړي چې له نیمڅخه په ډېر وطن اور بل دی او دا (مور) هره ورځ د خپلو بچیانو په وېر کېساندې وایي!
ولسمشر دې په دې باندې فکر وکړي چې خلک ولې د وطن پرېښودو او تېښتې ته اړکېږي؟ او لړۍ به تر کومه روانه وي؟
خلک په زیار ګټلې پیسې قاچاقبر ته ورکوي چې له دې دوزخ څخه یې وباسي؛ خو ډېرداسې کسان د استرالیا، اندونیزیا او ترکیې په اوبو کې ډوب شوي چې د ښه اوسوکاله ژوند په تمه له هېواد څخه وتلي دي!
اوس هغه وخت راغلی چې ولسمشر محمد اشرف غني او نوې جوړېدونکې اداره باید پهدې اړه یو علمي کنفرانس جوړ کړي چې خلک ولې د افغانستان له اسلامي هېواد څخهد نړۍ کفري هېوادونو ته تښتي؟
دا کومې جدي ستونزي دي چې له امله یې خلک خپل خوږ هېواد پرېږدي او نوروهېوادونو ته ځي!
که داسې یوه علمي څېړنه ونه شي، د خلکو د تېښتې په عواملو بحثونه ونه شي اوحل لارې ونه موندل شي، د تور سمندرګي کبان به په کلونو- کلونو نور هم دافغانانو غوښې خوري او ګناه به یې په هغه تش په نامه چارواکو بسې لیکل کېږيچې په تصادفي توګه او د پردیو په لاس واک ته سېدلي او هېواد یې خلکو ته پهدوزخ بدل کړی دی!