کور / تازه خبرونه / اولسمشر : د طالبانو پټنځايونه به له منځه وړي

اولسمشر : د طالبانو پټنځايونه به له منځه وړي

ولسمشرغني ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د طالبانو پټنځایونه له منځه وړي”
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو ترڅنګ، پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر او په هېواد کې د موجوده نا امنیو په اړه لیکنې کړي دي.

-سرنوشت ازادۍ ورځپاڼې په لومړي مخ کې د پاکستاني رسنیو په حواله یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی، ولسمشرغني ژمنه کړې چې په افغان خاوره کې به د طالبانو پټنځایونه له منځه وړي.

خو پاکستاني رسنیو د دې په مقابل کې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د ځپلو په اړه افغان ولسمشر ته د پاکستاني لوري د ډاډ ورکولو په باب څه نه دي ویلي.

ورځپاڼه لیکي، افغان ولسمشر دا موافقه په داسې حال کې کوي چې، پاکستاني لوري په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې په شمول د ټولو تروریستانو پرضد د پاکستان د پوځ د اقداماتو ثبوتونه ور وښودل.

د مطلب په پای کې بیا په دې اړه د کارپوهانو نظر هم راخیستل شوی چې وایې، که ولسمشر داسې ژمنه کړې وي، نو دا د پاکستان د هغې ناسمې ادعا تایید دی چې وایې، پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري.

– ویسا غیردولتي ورځپاڼې بیا په نننۍ ګڼې کې پاکستان ته د ولسمشرغني د سفر په اړه د مالیې د سرپرست وزیرحضرت عمر زاخیلوال نظر راخیستی چې وایې، دغه سفر سعودي او چین ته له سفرونو سره مستقیم تړاو درلود.

په مطلب کې راغلي چې، ښاغلي زاخیلوال پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر بریالی بللی او ویلي یې دي، چې له دغه هېواد سره بحثونو کې د هرګام او ژمنې لپاه مهالویش ټاکل شوی دی.

– محور ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د فراه پر بالا بلوک ولسوالۍ د سلګونه وسله والو طالبانو د حملې په اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼه لیکي، شاوخوا څلور سوه وسله والو طالبانو ددوشنبې په ورځ د فراه پر بالا بلوک ولسوالۍ حمله وکړه او له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې یې شاوخوا شل تنه غړي ووژل شول او یو ملي او یو سیمه ییز پولیس هم وژل شوي دي.

ورځپاڼه د فراه د سرپرست والي د ویاند جواد افغان په حواله لیکي چې وایې، طالبانو پر عمومي لاره عام خلک له موټرو ښکته کړل، څلور تنه یې ووژل او شپږ نور یې له ځانه سره یرغمل و نیول.

– خو سرنوشت ورځپانې بیا د بالابلوک د پيښې په اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي څرګندونې نقل کړي چې پر یاده ولسوالۍ یې د ډیرو وسله والو د برید خبره بې بنسټه بللې ده.

ورځپاڼه د ښاغلي صدیقي د خبرو په دوام لیکي چې، په په بالابلوک ولسوالۍ کې دا شمیر وسله وال اصلا نشته او په وینا یې چې، طالبانو هلته د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو حمله کړې وه چې وروسته د پولیسو له لوري و ځپل شول.